ads

د طالبانو په برید کې ۱۴ سرحدي ځواکونه ووژل شول

د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو په برید کې د ۱۷ افغان سرحدي سرتیرو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي. له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو طالبانو اوربند ماتی کړی او د پکتیا په ډنډې پټان ولسوالۍ کې یې د افغان سرحدي ځواکونو پر پوستو برید ترسره کړی دی. […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
9 غبرګولی 1399
د طالبانو په برید کې ۱۴ سرحدي ځواکونه ووژل شول

د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو په برید کې د ۱۷ افغان سرحدي سرتیرو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو طالبانو اوربند ماتی کړی او د پکتیا په ډنډې پټان ولسوالۍ کې یې د افغان سرحدي ځواکونو پر پوستو برید ترسره کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، په شوي برید کې ۱۴ سرحدي سرتیري وژل شوي او درې نور بیا ژوبل شوي دي.
دفاع وزارت په دې نښته کې طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.
که څه هم د ملي امنیت شورا د اوربند د دوام خبر ورکوي، خو دفاع وزارت بیا وایي چې طالبانو د پکتیا او زابل په ګډون په ځنیو نورو ولایتونو کې اوربند مات کړی او پر افغان ځواکونو یې بریدونه ترسره کړي دي..
تر اوسه طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA