له حزب اسلامي سره د حکومت د سولې تړون له مخې، ددغې ډلې ۱۶۴ تنه بندیان خوشې شول.
د دولت او حزب اسلامي د سولې تړون د ګډ کمېسیون مشر ضیاء الحق امرخېل پر خپل ټویټرپاڼه دا خبره کړې ده.
ده زیاته کړې، چې دا بندیان له بګرام او د پلی چرخي له زندانونو څخه ازاد او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د حزب اسلامي د مطبوعاتو یو تن غړي فضل غني حقمل ویلي و، حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې له کوچني اختر وروسته به یې یو شمېر بندیان خوشې شي.