ads

د خاوند له خوا وهل شوې مېرمن عدالت غواړي

دغه مېرمن چې د بدن ټولي برخې يې شکنجه شوې او د خپل خاوند له لوري سخته وهل شوي له حکومت څخه د عدالت غوښتنه کوي. ياده مېرمن وايي، له تېرو ۳ مياشتو د کورنۍ تاوتريخوالي له امله د خپل خاوند له امله سخت وهل کېږي او شکنجې ورکول کېږي. دا وايي، خاوند يې ورته […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 غبرګولی 1399
د خاوند له خوا وهل شوې مېرمن عدالت غواړي

دغه مېرمن چې د بدن ټولي برخې يې شکنجه شوې او د خپل خاوند له لوري سخته وهل شوي له حکومت څخه د عدالت غوښتنه کوي.
ياده مېرمن وايي، له تېرو ۳ مياشتو د کورنۍ تاوتريخوالي له امله د خپل خاوند له امله سخت وهل کېږي او شکنجې ورکول کېږي.
دا وايي، خاوند يې ورته څو ځله د مرګ ګواښ کړي.
«چاړه به يې راباندي راوخيستله، راته به يې وويل چې ته زما اولادونو او ماته زهر راوکوې. قسم زه درته اخلمه که ما ته زهر معلوم وي، زه به ولي خپل خاوند وژنمه، زه خپل ژوند نه خرابومه. د اختر په ورځ يې هم سخت ووهلمه د سر وېښتان يې راڅخه وکښل. زه له حکومت څخه غواړمه چې ماته عدالت راکړي، يادي زما خاوند اصلاح کړي او يادي ما ووژنې»
محمد عظيم بیا د يادي مېرمنې ورور دی. هغه هم په ژړغوني اواز د خپلي خور لپاره د عدالت غوښتنه کوي.
محمد عظيم وايي، د خپلې خور د درملنې وس هم نه لري او په دې برخه کې دي ورسره همکاري وشي.
«ډېر صبر مي ورته کړی، خو نور نه کېدله. زما خور له څو کلونو راهیسي سخته وهي، زه خپلې خور ته حق غواړمه. زما له خور سره سخت ظلم شوی.»
د ترينکوټ د ولايتي روغتون مشر امين الله توخی وايي، ياده مېرمن، چې سخت وهل شوې، په راتلونکي کې يې روغتيا ته ګواښ دی. کېدایشي ژوند له لاسه ورکړي او یا په سختې رواني ناروغۍ اخته شي.
توخی څرګندوي، د پخوا په پرتله د ښځو پروړاندي د تاوتريخوالي دغه ډول پېښي زياتې شوې او هر ورځ ورته د تاوتريخوالي قرباني شوي مېرمنې مراجعه کوي.
«دغه ناروغ ته که وګورو، په رواني ناروغي اخته دی. يابه له سختو ټپونو له امله ساه ورکړي او ياهم به په سخت رواني ناروغي اخته شي.»
د ارز ګان ولايت مقام وياند زرګی عبادي وايي، د يادې مېرمني خاوند د پوليسو له لوري نيول شوي دي.
هغه وايي، هڅه کوي چې دې مېرمنې ته عدالت ورکړي.
«هو، هغه کس چې خپل مېرمن يې وهلي ده، پوليسو نيولي دی. دا مهال تر تحقیق لاندي دی. زه ډاډ درکومه چې يادې مېرمنې ته به د هغې حقوق ورکول شي.»
په ارز ګان کې تردې وړاندې همد بشري حقونو مسولينو د کورني تاروتريخوالي د زياتېدو خبر ورکړي و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA