ads

افغانستان له اسټرالیا سره د کرکټ ټېسټ لوبه کوي

د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان کرکټ ملي لوبډله به د روان میلادي کال په نومبر میاشت کې د اسټرالیا د کرکټ له ملي لوبډلې سره تېسټ لوبه ترسره کړي. د کرکټ بورډ رییس لطف الله ستانکزی وایي، که څه هم د اسټرالیا لوبډله پیاوړې ده، خو دا لوبه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 غبرګولی 1399
افغانستان له اسټرالیا سره د کرکټ ټېسټ لوبه کوي

د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان کرکټ ملي لوبډله به د روان میلادي کال په نومبر میاشت کې د اسټرالیا د کرکټ له ملي لوبډلې سره تېسټ لوبه ترسره کړي.
د کرکټ بورډ رییس لطف الله ستانکزی وایي، که څه هم د اسټرالیا لوبډله پیاوړې ده، خو دا لوبه به د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره یوه ښه تجربه وي.
د یادولو ده چې افغانستان تر دې وړاندې په ټېسټ سیالیو کې له بنګله دېش، ایرلنډ، هندوستان او ویسټ انډيز سره مخ شوی، چې له لومړیو دوو لوبډلو یې بریا خپله کړې، خو له وروستیو دوو یې بیا ماتې منلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په نړۍ کې د کورونا ویروس له کبله د کرکټ هر ډول لوبې درول شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA