د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر دې دمه یو میلیون، ۶۹۹ زره او ۱۲۶ کسان پر کورونا اخته شوي او تر ۱۰۰ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له پنځه نیم میلیونه اوښتی او ۳۵۵ زره ۶۱۵ تنه تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
د ایټالیا روغتیایي چارواکي وایي، د دغه وېروس له کبله هلته د مړو شمېر ۳۳ زره او ۷۲ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په بریټانیا کې ۳۷ زره ۵۴۲ ، په هسپانیا کې ۲۷ زره ۱۱۷، په فرانسه کې ۲۸ زره او ۵۹۹، په بلجیم کې ۹۶۶۴، په جرمني کې ۸۴۲۸، په ایران کې ۷۵۶۴ او په پاکستان کې ۱۲۲۵ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په تر ۲۰۰ ډېرو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.


