ads

امریکا له ایغور مسلمانانو سره د ناوړه چلند له کبله پر چین بندیزونه ولګول

د امریکا کانګریس د ایغور مسلمانانو د ځورولو، بندي کولو او د هغوی پر وړاندې د تبعیضي چلند له کبله پر چین د بندیزونو طرحه تصویب کړه. دا طرحه پرون د امریکا د ولسي جرګې له لوري تصویب شوې او د لاسلیک لپاره سپینې ماڼۍ ته لېږل شوې ده. د کانګریس تصویب شوې مصوبه د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 غبرګولی 1399
امریکا له ایغور مسلمانانو سره د ناوړه چلند له کبله پر چین بندیزونه ولګول

د امریکا کانګریس د ایغور مسلمانانو د ځورولو، بندي کولو او د هغوی پر وړاندې د تبعیضي چلند له کبله پر چین د بندیزونو طرحه تصویب کړه.
دا طرحه پرون د امریکا د ولسي جرګې له لوري تصویب شوې او د لاسلیک لپاره سپینې ماڼۍ ته لېږل شوې ده.
د کانګریس تصویب شوې مصوبه د امریکا پر حکومت فشار راوړي، څو له همدې کبله د چین د کمونېست حزب پر رییس بندیزونه ولګوي.
رسنیو ته داسې اسناد رسېدلي چې د چین حکومت په سیستماتیک ډول سلګونه زره ایغور مسلمانان بندخونو ته اچولي او د هغوی د مغزونو د منځلو هڅه یې کړه ده.
خو د چین حکومت په ځلونه د مسلمانانو ځورول رد کړي او زیاته کړې یې ده چې د حکومت له خوا نیول شوو مسلمانانو ته حرفوي او فني زده کړې ورکول کېږي.
په ورته وخت کې د بشري حقونو نړیوال سازمان هم ویلي، د چین حکومت هڅه کوي، هغه مسلمانان د خپلو عقیدو پرېښودو ته اړ کړي، چې همدا اوس یې بندیان کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA