ads

هیله یې وه، خو تلپاتې نه شو

وروسته له هغې چې وسله والو طالبانو د روژې په وروستي ماښام د کوچني اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ، داسې انګیرل کیده چې ممکن دغه اوربند وغځیږي. خو اوس د وسله‌والو طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، درې ورځې اوربند پای مومي او وبه نه غځول شي. که څه هم […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 غبرګولی 1399
هیله یې وه، خو تلپاتې نه شو

وروسته له هغې چې وسله والو طالبانو د روژې په وروستي ماښام د کوچني اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ، داسې انګیرل کیده چې ممکن دغه اوربند وغځیږي.
خو اوس د وسله‌والو طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، درې ورځې اوربند پای مومي او وبه نه غځول شي.
که څه هم د طالبانو درې ورځني اوربند په غبرګون کې افغان حکومت هم د اوربند اعلان وکړ او ورسره جوخت یې د ۲۰۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو هم وویل، خو بیا هم د طالبانو لوري د اوربند غځېدو په تړاو کومه شنه اشاره ورنه کړل شوه.
په دې تړاو پخوانی طالب چارواکی سیداکبر اغا وایي، دا درې ورځنی اوربند د هوکړې له مخې نه و ځکه خو ونه غځول شو.
د نوموړي په خبره، هغه اوربند چې د افغانستان ستونزې ورسره حل کېدلای شي، باید په اړه یې جلا هڅې وشي.
بل لور ته د سیاسي چارو شنونکی سیدناصر موسوي بیا وایي، که څه هم اوربند ونه غځول شو، خو دا هېلې شته چې بین‌افغاني خبرو ته به لار هواره شي.
د ده په وینا، کله چې بین‌لاافغاني خبرې پیل شي، بیا کیدلای شي اوربند هم وشي.
دا په داسې حال کې ده چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکایي چارواکو له خولې لیکلي، په پام کې ده چې راتلونکې ورځې به ځینې جګپوړي امریکایي پوځي چارواکي جمهور رییس ټرمپ ته له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پر غوراوي سلامشورې ورکړي، ممکن د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو پلیدو مخکې یې پر وتلو سلا وشي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور په غبرګون کې د پوځي چارو شنونکی جنرال صادق شینواری وایي، امریکا په افغانستان کې ډېر لګښتونه او ډېرې قربانۍ ورکړي چې له امله به یې امریکا په استخباراتي بڼه حتماً شتون ولري.
ده همداراز وویل، په امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې رارواني دي او ټرمپ غواړي همدې لارې ځان ته کمپاین وکړي.
د یادولو وړ ده چې ارګ وایي، جرمني، ناروې، اندونیزیا، اوزبکستان او قطر په افغانستان کې د اختر د درېیو ورځو اوربند هرکلی کړی، خو غوښتنه یې دا ده چې افغانانو ته په دې سختو شرایطو کې سولې ته د رسېدو پخاطر دې دایمي او هر اړخیز اورکم وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA