ads

روغتیا وزارت: کورونا ویروس افغانستان له خطر ناک حالت سره مخ کړی

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، له کورونا سره د خلکو د بې پروایۍ له کبله افغانستان د ځینو نورو هېوادونو په څېر هغه حالت ته نېږدې شوی دی چې په کورونا اخته کسان سره تفکیک کړي چې باید د چا ژوند وژغورل شي او د چانه ځکه چې ټولو ته به رسېدنه ستونزمنه وي. […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 غبرګولی 1399
روغتیا وزارت: کورونا ویروس افغانستان له خطر ناک حالت سره مخ کړی

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، له کورونا سره د خلکو د بې پروایۍ له کبله افغانستان د ځینو نورو هېوادونو په څېر هغه حالت ته نېږدې شوی دی چې په کورونا اخته کسان سره تفکیک کړي چې باید د چا ژوند وژغورل شي او د چانه ځکه چې ټولو ته به رسېدنه ستونزمنه وي.
د دغه وزارت مرستیال وحیدالله مجروح د چارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د اختر په ورځو کې د خلکو له خوا د کورونا ناروغۍ جدي نه نیول په هېواد کې د یوه لوی کړکیچ د رامنځته کېدو لامل شول او د کورونا ویروس د سرایت پرې شوې کړۍ بېرته وصل شوه:« له بده مرغه د خلکو بې پروایۍ په هېواد کې مصیبت رامنځته کړ، پخوا به موږ ویل چې سېلاب راځي خو اوس وایو چې راغلی او یو شمېر هېوادوال مو دکورونا په مصیبت کې د غرقېدو په حال کې دي، کورونا باید جدي ونیول شي، د اختر په درېيو ورځو کې د روغتیا سکتور له ټولو بدې ورځې ولیدې، آن تر دې چې یوه ناروغ به په آی سي یو کې ژوند له لاسه ورکاوه او بل به هغه ته منتظر و چې د وفات شوي کس پرځای په ای سي یو کې بستر شي.»
د عامې روغتیا مرستیال په ورته وخت کې زیاته کړه، چې د یوې لنډې دورې یعنې له دوه تر څلورو اونیو پورې په هیواد کې کرځبندیز یا قرنطین ته ته جدي اړتیا ده، ترڅو د کورونا ویروس د سرایت کړۍ پرې او د دغه ناروغي کنترول شي:« د عامې روغتیا وزارت د یوې لنډې دورې لپاره په قرنطین او یا په ګرځبندیز ټینګار کوي ترڅو د ویروس د سرایت کړۍ پرې شي، له هغه وروسته به په تدریجي توګه قرنطین مات شي او د اړتیا پربنسټ به ټولو سکتورونو ته د فعالیت اجازه ورکړل شي، طرحه یې د عامې روغتیا وزارت له خوا چمتو شوې ده.»
په ورته وخت کې د کابل والي محمدیعقوب حیدري هم وایي، چې په ښار کې به په ټولو برخو کې د قرنطین اصول عملي کوي او په وینا یې، کومو سکتورونو ته لکه ځینو پلورنځیو ته چې جدي اړتیا ده، هغوی باید د ټولنیز واټن او نورو روغتیایي تدابیرو په عملي کولو سره خپل فعالیت ته دوام ورکړي:« کومو سکتورونو ته چې اړتیا ده لکه ځینو مغازو او لویو پلورنځیو باید ټول اصول مراعات کړي، د تبې معلومولو آلې ولري، ټولنیز واټن پکې مراعات شي او د لارښوونو سره سم عمل وکړي کنه وبه تړل شي.»
بلخوا د کابل والي د ټولنیزو رسنیو هغه اوازې هم رد کړې چې د ده له قوله ویل کېدل چې ښوونځيو کې درسونه پیلیږي، د کابل والي محمدیعقوب حیدري وایي، په هیڅ صورت د ښوونځیو د پیلېدو شرایط نه دي مساعد او په وینا یې، ددغه کار لپاره به د عامې روغتیا وزارت په مشوره یوه طرحه چمتو کړي:« په هیڅ صورت د پوهنې بهیر د درسونو د پیل لپاره چمتو نه دی، په یوه ټولګي کې چې ۲۵ مترمساحت لري، څه ډول ۵۰ یا ۷۰ تنه درس ووایي هغه هم مچې دوه متره واټن مراعات کړي، که څوک په دې اړه تصمیم نیسي مناسب کار نه کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۹۹۴ شکمنو سمپلونو څخه، ۶۲۵ یې مثبت ثابت شوي، ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰ تنه نور ترې رغېدلي دی، چې په دې سره په ټول هېواد کې د کورونا د مثبتو پېښو شمېر۱۲۴۵۶ ته ورسېد، چې تر اوسه ترې ۲۲۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱۳۸ تنه نور ترې بېرته رغېدلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA