ads

د خوست اوسېدونکي: دا ځل اختر مو په پوره خوشالۍ ولمانځه

د خوست اوسېدونکي په ځانګړي ډول ځوانان وايي کوچنی اختر یې د نورو کالونو د اخترونو سره په توپیر په خوښیو او خوشالیو سره ولمانځه. د خلکو په خبره، که څه هم داسې ښکارېده چې سږنی اختر به د کورونا وبا او همداشان د جګړې له امله بې خونده وي، خو وایي برعکس د درې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 غبرګولی 1399
د خوست اوسېدونکي: دا ځل اختر مو په پوره خوشالۍ ولمانځه

د خوست اوسېدونکي په ځانګړي ډول ځوانان وايي کوچنی اختر یې د نورو کالونو د اخترونو سره په توپیر په خوښیو او خوشالیو سره ولمانځه.
د خلکو په خبره، که څه هم داسې ښکارېده چې سږنی اختر به د کورونا وبا او همداشان د جګړې له امله بې خونده وي، خو وایي برعکس د درې ورځني اوربند له کبله یې اختر خوندور او له خوښیو ډک تېر کړ.
د خوست ښار تڼيوال پارک هغه ځای دی چې د اختر په شپو او ورځو کې له بېلا بیلو سیمو څخه په زر ګونو ځوانان ورته راځي او دلته د اختر خوښۍ لمانځي.
پارک ته راغلی یو تن ځوان سرداروالي وایي، لومړۍ وار یې دی چې دغه پارک ته راځي او له دې وړاندې اخترونو کې ځکه نه راته چې اوربند نه ‌و.
ترڅنګ یې یو بل ملګری شاه محمود بیا له افغان حکومت او وسله والو طالبانو مننه کوي، چې د اختر لپاره یې درې ورځنی اوربند اعلان کړ.
یو بل ځوان نظیر روښان وایي پدې اختر کې یې له ملګرو سره چکر وهلی او ښې یې میلې جوړې کړې، هغه زیاتوي د سږني اختر خوشالۍ د هرچا په سترګو کې له ورایه ښکارېده.
د پکتیا اوسېدونکی سیدمحمد چې خوست ته د اختریزو مېلو او چکر لپاره راغلی وايي، هغو سیمو ته هم تللی چې پخوا د نا امنۍ له کبله نشو ورتللی.
د دغه ولایت اوسېدونکي له وسله والو طالبانو او افغان حکومت څخه غواړي چې اوربند دې وغزوي، څو سولې ته لاره هواره شي.
د یادونې ده چې د وسله والو طالبانو او افغان حکومت له لوري په کوچني اختر کې درې ورځنی اوربند د عام ولس له تود هرکلي سره مخ شو، چې خلک یې د اوږدېدو غوښتنه کوي.
خو اوس مهال یو شیمر نا تاید شوي سرچینې وایي، چې وسله وال طالبان دا نه مني چې ګني اوربند دې وغزول شي، خو پدې هکله وسله والو طالبانو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA