ads

کورونا وېروس د اختر په مشاعرو، مېلو او ټنګ ټکور پروګرامونو سیوری غوړولی

د پکتیا اوسېدونکو وایي، دا ځل اختر یې له مېلو، مشاعرو او ټنګ ټکور څخه خالي و، چې لامل یې د کرونا وبا د خپرېدو وېره وه.

خیرالدین ذکي
6 غبرګولی 1399
کورونا وېروس د اختر په مشاعرو، مېلو او ټنګ ټکور پروګرامونو سیوری غوړولی

د پکتیکا ولایت ځوانان وايي په تېرو کلونو کې به په اخترونو کې مشاعرې او مېلې کیدلې، اتڼونه او د ټنګ ټکور پروګرامونه کېدل؛ خو دا هرڅه د کورونا وېروس له کبله نه ترسره کیږې.

دوی وایي، کرونا د خلکو په فکرونو هم ناوړه اغېزه کړې او په خبره يې د ځوانانو خوښۍ يې کمرنګه کړې دي.

عبدالوهاب ویران د هغو شاعرانو له ډلې څخه دی چې هر کال به يې له خپلو ګڼو نورو ملګرو سره یو ځای په اختریزو مشاعرو کې ګډون کاوو.

نوموړی څرګندوي چې د تېرو کلونو مشاعرو کې به نه یوازې دا چې د شاعرانو احساسات تازه کېدل، بلکه مشاعرې به له سیمه یزو راډیو ګانو هم خپرېدې او د زیات شمېر مینه والو ادبې تنده به ورباندې ماته وه.

ویران وايي دا ځل اختر کې کورونا  وېروس د شعر او ادب ډګر هم تر خپلې اغېزې لاندې راوستی او په دې ولایت کې هېڅ مېله او مشاعره نه ده ترسره شوې.

(تېرو کلونو کې به دلته مشاعرې جوړېدلې چې بیابه هغه په پکتیکا کې له محلې راډیوګانو څخه هم خپرېدلې په دغه وخت کې به هم د شاعرانو هغه خپله تنده ماتې شوې وه او هم به يې خپل شعر د راډیوګانو له لوري اورېدونکو ته رساوو ، خو بدبختانه دا سږ کال چې کورونا وېروس پیدا شوی او تر افغانستانه را رسیدلی دی نو په شاعرانو یا مشاعرو باندې يې هم تاثیر غورځولی ده چې د دې اختر لپاره تر اوسه پورې کومه مشاعره هم نه ده شوې او نه هم چېرته شاعران را ټول شوي دي.)

حمیدالله همیم وايې کورونا وېروس د نورو ټولو برخو سربېره د ادب برخه هم ډېره زیانمنه کړه.

هغه وویل پخوا به په دې شپو کې شاعران او لیکوالان را غونډېدل، بانډارونه او مشاعرې به وې خو سږ کال دا  هر څه له خلکو پاتې شوي دي.

( د کورونا خطرناک او وژونکي وایروس له امله په ټولو کارونو باندې تاثیر غورځېدلی ده او ټول کارونه په ټپه ولاړ دي ، د نورو کارونو تر څنګ د کورونا خطرناک وایروس په ادبې بانډارونو ادبې ناستو باندې هم تاثیر غورځولی ده، چې خلک د دې خطرناک وایروس له امله نشي را ټولیدلی او نه را ټولیږې چې دوی مشاعره وکړي یا ادبې ناستې وکړي یا فرهنګي بانډارونه وکړي.)

پکتیکا کې د پښتون غږ سیمه ییزې راډیو د نشراتو مدیر عبدالباري نعیمي کلید سره په خبرو کې وویل تېرو کلونو کې به دوی په اختریزو خپرونو کې مشاعرو، ټنګ ټکور او بانډارونو ته ځانګړی ځای ورکړی وو.

نوموړی څرګندوی اوس چې د کورونا وایروس د خپرېدو وېره پیدا شوې، شاعران نه را غونډیږې، مشاعرې او بانډارونه نه ترسره کیږې او ښايې دوی د مینه والو د ادبې تندې ماتیدو په خاطر په ټلیفون دا برخه تر یوه برېده وپالي.

(د راغونډيدو خو هسې روغتیايې بنسټونو او روغتیا پالانو منع اعلان کړې ده چې تاسو مه یو ځای کیږۍ ځکه چې د دې مرض د خپرېدو امکان ده ، بناه ان موږ ممکن د خواله رسنیو له لارې یا د سکایپ یا کومي بلي اړیکې له لارې یا واټساپ له لارې داسې بانډار جوړ کړو چې له هغې لارې برخه واخلي شاعران په کم شمېر کې زیات نه، ځکه له هغې لاري خو ډير امکان نه لري.)

د دې ولایت ځیني نور ځوانان هم وايي په دغه اختر کې نه مېلې شته او نه هم د ټنګ ټکور او نورو خوښیو پروګرامونه.

هغوی وویل دې څه د خلکو خوښۍ کمرنګه کړې او د ځوانانو احساسات يې ځپلي دي.

(خصوصاً د مسلمانانو لپاره د خوشالۍ دوه اخترونه دي په کال کې یو کوچنی اختر ده  یو لوی اختر ده، یعني بیخي زیاته اغېزه يې ورباندې کړې ده ، د ځوانانو هغه د پخوا په شان جم او جوش نشته چې د اختر لپاره به دوی خوشالي کوله او د اختر لپاره به يې شپې شمارلې هغه اوس ډير کمرنګه دي .)

کورونا وېروس چې د نورې نړۍ سربېره يې افغانستان کې هم پېښې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي، روغتیا پالان سپارښتنه کوي چې خلک دي له ګڼه ګوڼې څخه ډډه وکړي، همدا لامل دی چې شاعرانو او لیکوالانو هم سږکال ادبې ناستي او مشاعرې ځنډولې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA