ads

د پکتیکا د ښخو چارو ریاست: مېرمنې لا هم په بد وضعیت کې ژوند کوي

د پکتیکا دښځو چارو رییسه خوشبو میدانوال وایي چې مېرمنو لپاره خاص پلانونه لري چې له مخې به یې یادې ستونزې تر یوه حده کمې شي.

خیرالدین ذکي
6 غبرګولی 1399
د پکتیکا د ښخو چارو ریاست: مېرمنې لا هم په بد وضعیت کې ژوند کوي

 د پکتیکا ولایت د ښځو چارو رییسه وايې د دې ولایت مېرمنې لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي او په خبره يې د دوی ژوند ژور بدلون ته اړتیا لري.

نوموړې څرګندوي د زده کړو په ګډون په روغتیا او نورو ډېرو برخو کې د دې ولایت مېرمنو ته کار نه دی شوی او له ډېری حقه حقونو بې برخې دي.

ولایتي مسولین هم مني چې په پکتیکا کې د مېرمنو ژوند ښه والي ته څه ډول چې اړتیا ده کار نه دی شوی، خو زیاتوي دوی د نوې رییسې په راتګ سره غواړي دغه حالت ته بدلون ورکړي.

د پکتیکا ولایت د ښځو چارو نوې رییسې خوشبو میدانوال نږدې دوه میاشتې وړاندې په دنده پیل کړی خو وايي له لومړۍ ورځې تر نن پورې يې چې حالت ارزولی، د پکتیکا مېرمنې له ډېری قانوني او شرعي حقونو بې برخې پاتې شوې دي.

نوموړې څرګندوي د زده کړو په ګډون له روغتیايي او نورو ګڼو حقونو مېرمنې بې برخې دي او په وینا يې په تېرو څو کلونو کې د هغوی د ژوند ښه والي لپاره خورا کم کار شوی.

«د مېرمنو وضعیت کې تر ډيره حده ستونزې شتون لري مثلاّ تعلیمي کچه يې ډيره ټیټه ده او نور په روغتیايې برخه کې هم ستونزي شته او ټولو مواردو کې ستونزې د دوی وضعیت کې لیدل کیږې او د دوی وضعیت د منلو وړ نه ده چې هغه رقم باید وي یعني مېرمنو ته تر ډيره حده پوري کار نه دی شوی.»

مېرمن میدانوال کلید سره د خبرو په ترڅ کې وویل یو منظم پلان يې جوړ کړی تر څو د مېرمنو روان بد وضعیت ته بدلون ورکړي .

دا زیاتوي د مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا، زده کړو او نورو برخو کې کار پیلوي او غواړي د روان کال تر پایه د مېرمنو په ژوند کې په نسبي ډول ښه والی راولي.

«اقتصادي برخه کې هم موږ غواړو چې مېرمنو ته کار وشي او طرحې هم په دې برخه کې لرو، په بیلابیلو برخو کې زه غواړم چې مېرمنو ته کار وکړم او دغه شته خنډونه چې د دوی د لارې په سر کې دي او د دوی په مقابل کې موږ مبارزه وکړو.»

پر همدې مهال د پکتیکا والي ډاکتر مجیب الرحمن څمکنی وايې په دولتي ادارو کې د پکتیکا والو مېرمنو ونډه په نشت حساب ده.

والي هم څرګندوي دا حالت بدلون ته اړتیا لري او دوی به د ښځو چارو له نوې رییسې سره په ګډه په یاده برخه کې کوټلي ګامونه واخلي .« پکتیکا کې د خویندو ونډه په حکومتدارۍ کې د نشت برابر ده همدا اوس موږ تنها په څارنوالې بخش کې دوې څارنوالې لرو ، یوه د ښځو چارو رییسه ده او دوه درې مېرمنې چې د ګوتو په شمار دې په انکشاف دهات ریاست کې لرو.»

یاده دې وي چې تر دې وړاندې هم څو ځله په پکتیکا کې د مېرمنو د بد ژوند څخه شکایتونه شوي خو له دې سره سره په تېرو څو کلونو کې دې برخې ته مسولو چارواکو او اړونده بنسټونو د پام وړ کار نه دی کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA