ads

د خوست اوسېدونکي د جګړې له ښکېلو خواوو څخه د اوربند د غځېدو غوښتنه کوي

د خوست اوسېدونکو د اختر په مناسبت له درې ورځني اوربند څخه د هرکلي ترڅنګ له ښکېلو خواوو څخه ددغه اوربند د غځېدو غوښتنه کوي

بختاجان بختیار
6 غبرګولی 1399
د خوست اوسېدونکي د جګړې له ښکېلو خواوو څخه د اوربند د غځېدو غوښتنه کوي

د خوست اوسیدونکي او چارواکي د کوچني اختر په پار درې ورځني اوربند ته خوښ دي او هیلې ښيي، چې د ښکېلو اړخونو دا کار به دایمي اوربند او سولې ته لاره هواره کړي.

که څه هم پدې وروستیو کې د تاوتریخوالي ډیروالي خلک ناهیلي کړي، خو د جګړې د ښکېلو اړخونو له لوري دا اقدام چې د کوچني اختر په مناسبت یې درې ورځنی اوربند اعلان کړی، د خلکو به زړونو کې د سولې د راتلو هیلې بیا راټوکولې.

خوست کې یو تن قومي مشر رسول محمد تڼی وایي هیله یې داده چې د اوربند موده وغځول شي او افغان نور د ارام ساه واخلي.«له دې اوربند څخه یو څه افغانان هیلمند شول، امید لورو چې دا اوربند نه یوازې وغځیږي بلکې د تل پاتې سولې لامل شي»

په خوست کې د قومونو د اړېکو دفتر مسول محمدعلی ځدراڼ او دمنګل قوم یو تن مشر حیدر منګل وايي، سږنی کوچنی اختر پدې ښه دی چې پکې د مرګ ژوبلې خبرونه نشته او سولې ته هیلې ډیرې شوې دي.«نه یوازې چې دا یو درې ورځنی اوربند دی خدای دې وکړي چې تل پاتې او دایمي اوربند وګرځي، ځکه چې سوله کې خوشحالي ده، سوله کې نېکمرغي ده، جنګ بربادي ده، غم دی وېر دی او ژړا ده»

«موږ د سولې طرفدار یو سوله غواړو، هیله داده چې داسې سوله چې ټولو افغانانو په خیر وي»

د خوست سیمه ییز چارواکي هم ددې اوربند هرکلی کوي او زیاتوي که وسله وال مخالفین د سولې په پار یو ګام اوچتوي نو افغان حکومت به ډير ګامونه اوچت کړي او تود هرکلی به یې وکړي.

خوست والي حلیم فدایي هیله ښيي چې ښکېل اړخونه به له دې وروسته بین الافغاني مذاکرات پیل او ستونزې به د خپل منځي خبرو اترو له لارې حل کړي.«ددغه اوربند چې دواړو لوریو اوربند کړی د اختبر په درې ورځو کې، خدای دې وکړي چې دا وربند په دایمي او تل پاتې سولې بدل کړي کله چې تل پاتې سوله رغلله همغه د افغانانو حقیقي او اصلي اختر دی، خدای دې وکړې چې بین الافغاني خبرې پیل شي  او تل پاتې سوله راشي»

له هغې وروسته چې وسله والو طالبانو په کوچني اختر کې د درې ورځني اورربند اعلان وکړ، په ټولنیزو رسنیو کې هم د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوی او سولې ته د رسیدو هیلې یې څرګندې کړې.

د یادونې ده چې د طالبانو له لوري د اختر په لومړۍ شپه د درې ورځني اوربند له اعلان وروسته افغان حکومت هم اوربند اعلان او د طالب بندیانو د ازادېدو د چکټیا خبر هم ورکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA