ads

ملي امنیت شورا: د حسن نیت په هدف او د جمهور رییس ژمني په اساس یې سل تنه طالببندیان خوشې کړل

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، هېڅوک نه شي کولای هغه بندیان چې په سترو پېښو او جرمونو کې ښکېل وي له زندانه آزا کړي.

تاج ولي غورځنګ
5 غبرګولی 1399
ملي امنیت شورا: د حسن نیت په هدف او د جمهور رییس ژمني په اساس یې سل تنه طالببندیان خوشې کړل

وروسته له هغې چې د یکشنبې په ورځ جمهور رییس محمداشرف غني د حسن نیت په موخه د دوه زره طالب بندیانو خوشي کیدو په تړاو امر وکړ. اوس تاز د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمیسېون وایي، هیڅوک نشي کولای هغه بندیان خوشي کړي چې په لویو جرمونو کې ښکیل دي.

ددغه کمیسېون په وینا، نه جمهور رییس او نه هم افغان حکومت کولای شي چې دغه مجرمینو ته بښنه وکړي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسېون مرستیال نعیم نظري وایي، په افغانستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې جګړې رواني دي چې له‌امله یې ګڼ جرمونه رامنځ ته شوي.

د نوموړي په خبره، چې په‌دې جرمونو کې نړیوال جرمونه، انسان وژنه او بشري حقونه تر پښو لاندې کولو مجرمین شتون لري.

نظری زیاتوي چې دا بیا هیڅوک نشي کولای چې وبښي او یا یې د خوشي کیدو په تړاو پریکړه وکړي.

«هغه کسان چې لوی جرمونه یې کړي دي هېڅ د بخښلو نه دي»

بل لور ته د افغانستان د ملي امنیت شورا د سولې او ملکي خوندیتوب څانګې مشر انتظار خادم بیا وایي، د جمهور ریییس ژمنې پر اساس یې سل طالب بندیان له بګرام زندانه خوشي کړي دي.

دده په وینا، چې دا لړۍ به دوام لري، څو دغه شمیر تر دوو زرو ورسیږي.((تېر ځل مو چې کله زر تنه طالب بندیان خوشې کړل، د ولسمشر د فرمان په بنیاد باندې نو بیا یو څه ځنډ په کې راغی،  تېره ورځ د اختر په پیغام ولسمشر د طالبانو د خوشې کولو ژمنه کړې وه او د ولسمشر په سپارښتنه مو نن هم سل تنه طالب بندیان له بګرام څخه خوشې کړل او دغه سلسله به دوام لري ترڅو ولسمشر اوسنی دستور عملي شي او قدم په قدم سولې ته لاړشو دا د حسن نیت یو مهم پیغام و))

په ورته مهال د جمهور رییس غني امر چې ویلي دي دوه زره طالب بندیان به خوشي کوي، د سیاسي چارو شنونکي د یو ښه ګام په سترګه ګوري.

دوی په باور، دا به د افغانستان سولې لپاره له طالب لوري سره د خبرو کولو یوه ښه پلمه شي.

د سیاسي چارو شنونکی مشتاق رحیم وایي، له تېرو څو اونیو راهیسې داسې انګیرل کیده چې د افغانستان سولې پروسه په ټپه ولاړه ده.

د نوموړي په خبره، د دوه زره طالب بندیان خوشي کیدل به وکړای چې د سولې پروسه یو ځل بیا پیل شي.«تېرو درېیو اونۍ کې چې کوم حالت و، نو هغې ته په کتو د سولې بهیر په ټپه ودرېدلی و

افغان حکومت د جګړې امر وکړ او وسله والو هم جګړه ته زور ورکړ، په ټوله کې د سولې په ټپه ولاړ بهیر په حرکت راوستو»

خو بل لور ته پخوانی طالب چارواکی سیداکبر اغا وایي، ټولې خواوې په دې پوهیږي چې بین‌افغاني خبرو ته جدي اړتیا شته.

دده په وینا، که چېرې دوه زره طالب بندیان خوشي شي، دا به بین‌افغاني خبرو پیلیدو ته یوه ښه زمینه برابره کړي.

«ټول طرفونو اوس په دې فکر دي چې بین الافغاني خبرو ته ضرورت دی او دا خبرې به حتمن کېږي، او ښه زمینه ده د طالبانو د خلاصون لپاره، زما په فکر په سلو کې ۷۰ او ۸۰سلنه امکان د خبرو پیلولو ته شته»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه د افغان حکومت دا پرېکړه یو ښه ګام بللی او وایي، طالبان هم د حکومت د زندانیانو خوشي کولو ته ژمن دي.

شاهین لیکلي، د دوحې په تړون کې د پنځه زره طالب بندیانو خوشي کولو شرط د باور فضا رامنځته کولو لپاره .

نوموړي ټینګار کړی چې دا بهیر باید ژر بشپړ شي او د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې پراته خنډونه لېرې شي.

یاده دې وي چې افغان حکومت تر دې دمه ۱۱۰۰ تنه طالب بندیان خوشي کړي دي او همدا راز طالبانو هم له خپل لوري څه باندې دوه نیم سوه زندانیان خوشي کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA