ads

جلال اباد ښار کې د اور لګیدنې له کبله لس تنه سوځیدلي دي

د ننګرهار جلال اباد ښار څلورمې ناحیه کې د یو پمپ اورلګیدنې له کبله لس تن سوځېدلي او ټپیان شوي دي، چې اوس روغتون کې تر درملنې لاندېدي.

جان اغا صالح
5 غبرګولی 1399
جلال اباد ښار کې د اور لګیدنې له کبله لس تنه سوځیدلي دي

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، نن دوشنبه غرمه مهال د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې د شیشم باغ په نامه د تېلو په یو پمپ کې د ګازو له امله اورلګیدنه رامنځته شوې.

هغه زیاته کړه په پېښه کې لس تنه سوځیدلي دي چې د درملنې په موخه یې د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته انتقال کړي خو روغتیایي وضعیت یې د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.

نوموړی وایي، یاده پېښه د تیلو د پمپ د مسولینو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA