جمهوررییس غني د اختر تر لمانځه وروسته په خپله وینا کې د طالبانو له خوا د اختر په درېیو ورځو کې د اعلان شوي اوربند هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې افغان امنیتي ځواکونه به هم اوربند عملي او دفاعي حالت غوره کړي.
طالبانو د اختر په درېیو ورځو کې په ټول هېواد کې اوربند اعلان کړی او له خپلو جنګیالیو یې غوښتي چې په دفاعي حالت کې وي.
طالبانو دغه راز ویلي، چې د اختر په ورځو کې به د دوی جنګیالي د دولت سیمو ته او دولتي کسان د دوی سیمو ته تګ او راتګ ونهکړي.
جمهوررییس غني د طالبانو له خوا د اوربند د هرکلي ترڅنګ بیا ویلي چې د طالب زندانیانو د خوشې کولو لړۍ به هم چټکه کړي:« د یوه مسوول دولت په توګه غواړم یو ګام نور هم مخته ولاړ شم، هغه دا چې د طالب زندانیانو د خوشې کولو لړۍ به چټکه شي او ورته غوښتنه له طالبانو هم لرو.»
هممهاله د افغانستان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند د هرکلي ترڅنګ له دواړو لورو غوښتي چې د سولې په اړه نور ګامونه هم اوچت کړي.
خلیلزاد په یوه ټویټ کې ویلي چې د پاتې زندانیانو خوشې کول، د تاوتریخوالي لوړې کچې ته بېرته نه ګرځېدل او د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره په یوه نوې نېټه د افغانستان حکومت او طالبانو هوکړه هغه موارد دي چې دواړه لوري یې باید په جدیت سره تعقیب کړي.
بلخوا جمهوررییس غني وایي چې د افغان حکومت ټولمنلی پلاوی د سملاسي مذاکراتو د پیل لپاره چمتو دی:« د افغانستان روان کړکیچ د حل اساسي لاره د بین الافغاني خبرو پیل دی، د دغو خبرو د سملاسي پیل لپاره د افغانستان حکومت مرکچي پلاوی چمتو دی.»
بل لورته د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د اختر په ورځو کې د اوربند هرکلی کړی او د هغه د دوام غوښتنه یې کړې ده. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مرستیال محمدنعیم نظري په دې اړه کلید ته وویل:« موږ هیله لرو چې دغه درې ورځنی اوربند وغځیږي او له دې سره هم مهاله بین الافغاني خبرې هم پیل شي، ترڅو موږ او ټول افغانان په سوله کې د ژوند کولو فرصت ترلاسه کړو.»
یو شمېر منتقدین هم د سولې پروسې ته هیلهمن برېښي او وایي چې د اختر اوربند د سولې ټینګښت زیری ورکولای شي.
د سیاسي چارو کارپوه نصرالله فلک وایي، که د افغانستان په لانجه کې د سیمې او نړۍ ښکېل هېوادونه رښتینې هڅې وکړي، سولې ته هیله کېدلی شي:«دا اوربند د سولې زیری لري، خو په دې شرط چې امریکا او د سیمې هېوادونه ښه مخته لاړ شي.»
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو، یوناما، ناټو او د پاکستان حکومت هم د طالبانو او افغانستان حکومت له لوري د درې ورځني اوربند هرکلی کړی او د دغه اوربند د دوام غوښتنه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

