د راپورونو له مخې ملګرو ملتونو په یمن کې روغتیایي نظام په تړاو کلکه اندېښنه ښودلې ده، دوی ویلي چې په یمن کې روغتیایي نظام ویجاړ شوی حال دا چې هلته کرونا وېروس په چټکۍ سره پر مخ روان دی.
یمن کې له دې کبله چې روغتیایي کارکوونکي روخصت شوي دي چې خپله له دې وېروس څخه د مبارزې او خوندیتوب لپاره امکانات په لاس نه لري.
جینس چې ملګرو ملتونو کې د بشري خیریه چارو دهمغږۍ څانګې ویاند دی وایي چې یمن کې وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د یمن چارواکي هم دې وضعیت ته اندېښمن دي او ویلي دي چې تر اوسه له دې وېروس څخه کابو ۳۰ کسان مړه شوي دي او ګڼ شمېر نور په دې وبا اخته شوي دي.
یمن کې اوږده جګړه هغه موضوع ده چې تر اوسه نه ده حل شوي او له همدې جګړې هره ورځ ګڼ شمېر یمني وګړي قرباني کېږي.
یمن کې جګړې روغتیایي نظام له سختو خنډونو سره مخ کړی او ان په نشت احساب دی هلته روغتیا پالان وایي چې د مصنوعي تنفس خورا لږ الات لري.
دوی زیاتوي که کرونا دلته کابو نه شي نو کېدای شي چې یمن کې یو بشري ناورین رامنځته شي، دوی له روغتیا نړیوال سازمان څخه د ژر مرستو غوښتنه کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ