د جیو نیوز د معلوماتو له مخې د کراچۍ ښار هوایي ډګر ته څېرمه د پي ای اې هوایي شرکت یوه ملکي الوتکه غورځېدلې ده .
دوی همدارنګه زیاتوي چې یاده الوتکه داسې ځای کې غورځیږي، چې هلته ګڼ کورونه دي او خلک په کې ژوند کوي.
د پاکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې الوتکه کې ۹۹تنه سپرلۍ حضور درلود او اته تنه په کارکوونکي و،دلومړیو معلوماتو له مخې سبرلیو کې لسوګونه کسان وژل شوي دي،چې لاهم د ژغورلو ډله په هڅو بوخته ده.
دپاکستان د ملکي هوایي چلند ادارې د خبر په اساس یاده الوتکه د پاکستان لاهور څخه کراچۍ ښار ته سفر کاوه چې منزل ته په نږدي کېدو سره یې سقوط کړی.
.ترا دامهال ددې الوتکې د لویدلو لامل نه دی په ګوته شوی
دا چې نور څومره کسان به ددې بېښې له کبله وژل شوي وي، راتلونکو راپورونو کې به یې درته وړاندې کړو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ