ads

په هرات کې د کرونا وېروس ۴۷تازه مثبتې پېښې ثبت شوې

هرات روغتیایي چارواکي وایي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۱۱۷مشکوک سمپلونه کتل شوي دي چې له منځه یې۴۷مثبتې پېښې ثابتې شوې دي

ذکریا ذکي
غبرګولی 2, 1399
په هرات کې د کرونا وېروس ۴۷تازه مثبتې پېښې ثبت شوې

د هرات ولايت د عامې روغتيا رياست وياند محمد رفيق شيرزي کليد راډيو ته وويل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۷ شکمنې نمونې د ياد ولايت کرونا تشخيص ځانګړي مرکز کې کتل شوي، چې له ډلې يې ۱۰۷ نمونې دهرات اړوند وې، چې ۴۷ ترې مثبتې تثبيت شوي.

هغه وايي د نوو پېښو په ثتېدو سره په ياد ولايت کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۴۶۱تنو ته لوړ شو.

نوموړي زياته کړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يو تن په ياد ولايت کې د کويډ ۱۹ ناروغۍ له لاسه ژوند له لاسه ورکړی، چې په دې سره د ياد ويروس له کبله په ياد ولايت کې د مړو شويو کسانو شمېر ۲۶ تنو ته ورسېد.

د مسؤلينو په خبره په ياد ولايت کې پر کرنا اخته ۱۴۷ تنه بستر دي چې د نهو تنو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA