ads

نړۍ کې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر۵میلیونو څخه واوښت

روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې یوازې تېره ورځ نړۍ کې ۱۰۶زره کسان په کرونا ناروغ اخته شوي دي

شمس الرحمن شمس
غبرګولی 2, 1399
نړۍ کې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر۵میلیونو څخه واوښت

نړۍ کې پنځه میلوینو څخه زیات خلک په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي او له دې وېروس څخه تر ۳۳۲زرو څخه زیات خلک قرباني شوي دي.

یوازې تېره ورځ په ټوله نړۍ کې ۱۰۶زره کسان تازه په دې ناروغۍ اخته شوي دي، چې روغتیا نړیوال سازمان دې وضعیت ته په اندېښنه کې دی.

امریکا د نړۍ په کچه ډېره ځپل شوې ده هلته له دې وبا څخه له ۹۵زرو ډېر کسان قرباني شوي دي او له یو نیم میلون څخه زیات خلک پرې اخته شوي دي

له امریکا، بریتانیا او ایټالیا وروسته تر ټولو ډېر کسان د کورونا وېروس له کبله فرانسه کې مړه شوي دي.

د بریتانیا عامې روغتیا وزیر مټ هنکوک وايي، هېواد کې د کورونا وېروس معاینې لپاره یوه نوې اله تجربه کېږي، چې په وینا یې په ۲۰ دقیقو کې به معلومات ورکوي.

ایران کې ددې وېروس له کبله له ۷زره ډېر کسان مړه شوي دي او هلته په دې وېروس د اخته کسانو شمېر ۱۲۹زرو تنو ته رسېدلی دی.

ایران کې بیا له دې وېروس څخه ۹۸زرو نه زیات وګړي روغ شوي دي او اوس خپل عادي ژوند پر مخ وړي.پاکستان کې بیا په دې وېروس د اخته کسانو شمېر۴۹زرو ته نېږدې شوی او هلته له دې وېروس څخه له زرو ډېر کسان مړه شوي دي.

د معلوماتو له مخې کرونا وېروس څخه په ټوله نړۍ کې نږدې ۲میلیونه خلک روغ شوي دي، چې دا شمېرې لاهم د بدلون په حال کې ده.

ایران کې ۴۸او پاکستان ۳۳تنه د کرونا له کبله مړه شوي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA