ads

ملي امنیت شورا: طالبانو د روژې میاشتې په څلورمه اونۍ کې ۱۱۴ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

ملي امنیت د خبر له مخې د روژې مبارکې میاشتې په څلورمه اونۍ کې د وسله والو طالبانو لخوا ۲۵تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

شمس الرحمن شمس
غبرګولی 2, 1399
ملي امنیت شورا: طالبانو د روژې میاشتې په څلورمه اونۍ کې ۱۱۴ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د ملي امنیت شورا خبر ورکوي چې د وسله والو طالبانو د روژې مبارکې میاشت کې ۱۱۴کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده،

دې شورا په خپله رسمي فیسبوک پاڼه دا خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې وسله والو طالبانو د روژې په څلورمه اونۍ کې په ۲۰ ولایتونو کې ۲۵وګړي وژلي او ۸۹ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

وسله والو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا له افغان حکومت او طالبانو څخه د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې د بین الافغاني خبرو لپاره ګډو هڅو ته دوام ورکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA