ads

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه وکړه

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وزیر د کوچني اختر په رارسېدو د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه وکړه،ترڅو بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي.

شمس الرحمن شمس
غبرګولی 2, 1399
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه وکړه

د افغانستان د ارشاد،حج او اوقافو وزارت د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د روژې او اختر په درناوي دې اوربند وکړي او جګړه دې بس کړي.

ددغه وزارت سرپرست وزیر عبدالحکیم منیب نن په خبري کنفرانس کې د حکومت پر وسله والو مخالفینو او افغان حکومت غږ وکړ چې د الله رضا په خاطر اوربند ته غاړه کېږدی ترڅو د سولې لپاره زمینه برابره شي.

((د اختر د مبارکو شپو په احترام او د الله د رضا به خاطر باندې د خپل د ملت لپاره اوربند ته غاړه کېږدی، بین الافغاني خبرې پیل کړی، تر څو ځان خاوره او خپل ملت د بین الافغاني مذاکراتو له لارې یو باعزته او دایمي سولې ته ورسو))

 نوموړي همدارنګه وویل، چې کرونا وېروس سره د مبارزې په هدف د ارشاد حج او  اوقافو وزارت دیني فتوا په لیکنې بڼه بازار کې د کوچني کتاب په بڼه خپره شوې ده دا فتوا د روغتیا وزارت له ټولو سپارښتنو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو له خلکو غوښتنه کړې ده چې د اختر ورځو کې په خپلو کورنو کې پاتې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA