ads

افغانستان کې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۹زره واوښت

په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر  ۹۲۱۶  تنو ته ورسېد

شمس الرحمن شمس
غبرګولی 2, 1399
افغانستان کې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۹زره واوښت

د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس ۵۴۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۹۲۱۶  تنو ته ورسېد.

د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز په خبره د هېواد په لابراتوارونو کې له زرو ډېر مشکوک سمپلونه کتل شوي دي چې له ډلې یې ۵۴۲مثبت ثابت شوي دي.

((تېره ورځ ۱۰۰۶مشکوک سمپلونه کتل شوي دي، چې له ډلې یې ۵۴۲ مثبتې پېښې ثبت شوي دي او له دې وېروس څخه ۱۲تنه مړه شوي چې ټول شمېر ۲۰۵تنو ته رسي او روغ شوي کسان شمېر ۹۰۳تنو ته رسېدلی))

فیروز همدارنګه زیاته کړه چې دوامداره قرنطین امکان نلري او باید چې روغتیایي تابیاوې په ځانکړې توګه په اختر ورځو کې په پام کې ونیول شي.

په هېواد کې په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۵۳۱ مثبتې پېښې ثبت شوي دي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA