د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس ۵۳۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۸۶۷۶ تنو ته ورسېد.
د روغتیا وزارت معین وحید مجروح وایي چې د هېواد په لابراتوارونو کې له زرو ډېر مشکوک سمپلونه کتل شوي دي چې له ډلې یې ۵۳۱مثبت ثابت شوي دي.
((تېرو ۲۴ساعتونو کې په افغانستان کې ۱۰۰۷مشکوک سمپلونه تېسټ شوي دي، چې له ډلې ۵۳۱ مثبت واقعات ثبت شوي دي، شپږ تنه وطنوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته تنه نور ښه شوي دي، په ټول افغانستان کې اوس ۸۶۷۶ مثبت واقیعات او ۱۹۳فوتي واقعات او ۹۳۸روغ شوي واقعات ثبت شوي دي))
مجروح همدارنګه له خلکو وغوښتل چې د اختر په ورځو کې دې د روغتیا وزارت سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي چې سپارښتنو ته یې پام وکړي او لازم روغتیایي تدابیر ونیسي.
په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۸۱۴۵ تنو ته ورسېد
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ