ads

کرونا وېروس نړۍ کې نېږدې پنځه میلیونه خلک نیولي دي

د معلوماتو له مخې نړۍ کې۱،۸۹میلیونه خلک له کرونا ناروغۍ څخه روغ شوي او اوس خپل ژوند ته دوام ورکوي

شمس الرحمن شمس
غبرګولی 1, 1399
کرونا وېروس نړۍ کې نېږدې پنځه میلیونه خلک نیولي دي

د کرونا وېروس نړۍ کې نېږدې پنځه میلوینه خلک نیولي دي او له دې وېروس څخه تر دا مهاله ۳۲۷زره کسانو خپل ژوند بایللی دی.

امریکا د نړۍ په کچه ډېره ځپل شوې ده هلته له دې وبا څخه له ۹۳زرو ډېر کسان قرباني شوي دي او له یو نیم میلون څخه زیات .خلک پرې اخته شوي دي

د امریکا سپینې ماڼۍ خپلو کارکوونکو ته د ماسک پر کارولو امر کړی

ایران کې ددې وېروس له کبله له ۷زره ډېر کسان مړه شوي دي او هلته په دې وېروس د اخته کسانو شمېر ۱۲۷زرو تنو ته رسېدلی دی.

ایران کې بیا له دې وېروس څخه ۹۸زرو نه زیات وګړي روغ شوي دي او اوس خپل عادي ژوند پر مخ وړي.

پاکستان کې بیا په دې وېروس د اخته کسانو شمېر له ۴۸زرو څخه اوړښتی دی او هلته له دې وېروس څخه له زرو ډېر کسان مړه شوي دي.

تازه د پاکستان لومړي وزیر عمران ویلي، که د کرونا وبا مخنیوي لپاره یې لګول شوي بندیزونه نه وای لري کړي، نو شاید چې سلګونه وګړي به له لوږې مړه شوي وو

د معلوماتو له مخې کرونا وېروس څخه په ټوله نړۍ کې نږدې ۱،۸میلیونه خلک روغ شوي دي، چې دا شمېرې لاهم د بدلون په حال کې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA