ads

د کابل والي: د اختر ورځو کې به ښار قرنطین وي

د کابل والي محمد یعقوب حیدري وایي، هېڅ اړتیا نشته چې څوک دې د اختر په ورځو کې له ضرورته پرته تګ راتګ وکړي.

شمس الرحمن شمس
غبرګولی 1, 1399
د کابل والي: د اختر ورځو کې به ښار قرنطین وي

د کابل والي محمد یعقوب حیدري نن په یوې خبرې ناسته کې خبریالانو ته وویل چې دکرونا وېروس موجوده ګواښ ته په کتو  کابل ښار به د اختر ورځو کې قرنطین وي.

د کابل والي همدارنګه له خلکو وغوښتل چې د ځان او کورنۍ خوندیتوب لپاره دې له بې ځایه تګ څخه ډډه وشي .

((هېڅ اجازه نشته چې څوک دې بې ضرورته کابل ښار کې تګ راتګ وکړي، که څوک مریض وي نو بیا بېله خبره ده، هو باید له مریض سره یو کس وي او له دې ډېرو کسانو ته به پولیس د تګ راتګ اجازه ورنکړي))

د کابل والي همدارنګه زیات کړه ولایتونو ته به ټرانسپورټ چې اوس هم شته دی، د روغتیا وزارت لخوا ورته د شرایط په رامنځته کولو سره اجازه ولري.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د کرونا وېروس مثبتې پېښې له اته زرو څخه اوښتې دي او له سلو ډېر کسان له دې ناروغۍ څخه مړه شوي دي.

د کرونا پر ضد یو موټی شئ

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA