ads

امریکا افغانستان باندې یو میلیارد ډالري مرسته نه ده بنده کړې

رویټرز ته باوري سرچینو ویلي چې، امریکا دفاع وزارت تر دې دمه پر افغانستان یو ملیارد ډالر نظامي او دفاعي بودیجه نه ده کمه کړې

شمس الرحمن شمس
غبرګولی 1, 1399
امریکا افغانستان باندې یو میلیارد ډالري مرسته نه ده بنده کړې

رویټر خبري اژانس ته یو شمېر باوري سرچینو ویلي دي چې، امریکا پر افغانستان یو ملیارد ډالر نه دي بند کړي، د سرچینو د معلوماتو له مخې امریکا دفاع وزارت تر دې دمه پر افغانستان یو ملیارد ډالر نظامي او دفاعي بودیجه نه ده کمه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ میاشت په ۲۳مه نیټه افغانستان کې د سیاسي اختلاف له کبله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ددې مرستو د بندیدو یادونه کړې وه او ویلي و که افغان سیاسي مشران په خپلو کې سیاسي کړکېچ حل نه کړي نو  امریکا به له افغانستان سره نورې مرستې هم قطه کړي.

نوموړي دا هم ویلي و، که چېرې سیاسي کړکېچ ژر حل شي نو دا مرسته له افغانستان سره صورت ونیسي.

دا معلومات داسې مهال خپریږي چې د ثور میاشتې ۲۸مه نېټه په افغانستان کې سیاسي کړکېج د یوې هوکړې په لاسلیک کېدو سره حل شوی او چې له مخې ډاکټر عبدالله عبدالله د مصالحې دعالي شورا مشر ټاکل شوی دی

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA