ads

افغان مشرانو له زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې پر اوربند ټینګار کړی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دوحې څخه کابل ته راغلی او دلته یې له افغان مشران سره د سولې پر راتلونکو اقداماتو خبرې وکړې.

شمس الرحمن
غبرګولی 1, 1399
افغان مشرانو له زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې پر اوربند ټینګار کړی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان مشرانو سره پرون ناوخته ولیدل ، چې دواړو لوریو  بین الافغاني خبرو وړاندې پر اوربند ټینګار کړی دی.

خلیلزاد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره یې په لیدنه کې د سولې پروسې د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې وکړي، چې د افغان مشرانو لخوا په ناسته کې د بین الافغاني خبرو له پیل څخه وړاندې پر اوربند ټینګار وشو.

ارګ ماڼۍ وایي، زلمي خلیلزاد ډاډ ورکړی چې د اوربند موضوع به له طالب چارواکو سره شریکه کړي، همدارنګه په دې ناسته کې د بندیانو پر تبادلې هم خبرې شوې دي او ټیګار شوی چې باید دې برخه کې یو ښه او معقول میکانېزم رامنځته شي.

زلمی خلیلزاد داسې مهال کابل ته راځي چې له دې وړاندې یې قطر کې له طالب چارواکو درې رغنده غونډې ترسره کړې دي.په همدې حال کې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د ملابرادر او خلیلزاد ترمنځ په لیدنه کې د سولې خبرو په چټکتیا خبرې شوې دي، نوموړي همدارنګه ویلي چې ملابراد د افغانستان د سولې مسئلې حل د هوکړې په بشپړ عملي کولو کې ویني.

دوحې ته د افغان سولې لپاره د زلمي خلیلزاد سفر

 

دا په داسې حال کې ده چې پرون د طالبانو مشر ملا هبت الله  د کمکي اختر په مناسبت پیغام کې پر امریکا غږ کړی چې د سولې هوکړې ته پوره ژمنتیا ولري او  هیچاته اجازه ورنکړي، چې د سولې هوکړه له خنډ سره مخ کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA