چین هېواد د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو څخه ملاتړ په ډاګه کړی او تمه یې ښودلې چې ژر به بین الافغاني خبرې پیل شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاولیان پرون په پیکینګ کې خبریالانو ته ویلي، چې چین د افغانان په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کوي او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ډاډ ورکړی چې د افغان سولې پروسې لپاره به له نړیوالې ټولنې سره یوځای د حل په برخه کې خپل رغنده رول ادا کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ