د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس ۴۹۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۸۱۴۵ تنو ته ورسېد.
دمعلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ساعتونو کې لس تنه نور افغانان کورونا ویروس مړه کړي او ۸۰ بیا ترې روغ شوي، چې د مړو شمېر ۱۸۷ او د رغېدلو کسانو شمېر ۹۳۰ تنو ته ورسېد.
په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۷۰۷۲ تنو ته ورسېد
روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي چې سپارښتنو ته یې پام وکړي او لازم روغتیایي تدابیر ونیسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ