د راپورونو له مخې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وېروس د اخته کسانو شمېر تر ۴۸لکه اوښتی دی او له دې وېروس څخه څه باندې درې لکه خلک قرباني شوي دي.
پاکستان کې د کوویډ – ۱۹ ناروغانو شمېر له ۴۵ زره کسانو اوښتی دی او د رسمي شمېرو له مخې ۹۶۰ کسان له همدې امله مړه شوي دي.
ایران کې بیا په دې وېروس د اخته کسانو شمېر ۱۲۵زرو څخه اوړي، او ددې وېروس له کبله هلته کابو ۷۱۱۹تنه مړه شوي دي.
نړۍ کې د کرونا ناروغۍ څخه نېږدې یو نیم میلیون وګړي روغ شوي دي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ