ads

مدني فعالان او بې وزله: خوست کې وچه ډوډۍ پرمستحقو نه وېشل کېږي

خوست کې یو شمېر بې وزله کورنۍ دوچې ډوډۍ له وېش څخه ناراضه دي

بختاجان بختیار
30 غویی 1399
مدني فعالان او بې وزله: خوست کې وچه ډوډۍ پرمستحقو نه وېشل کېږي

د کرونا د وژونکي وبا او د قرنطین له کبله د هېواد ډيری اوسېدونکي بې کاره شوي، چې له دې سر په هېواد کې د فقر او بې وزلۍ کچه لوړه شوې او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د بې وزلو سره د لاسنیوي په هدف افغان جمهور رییس په ټولو ولایتونوکې د وچې ډوډۍ د وېش لړۍ پیل کړه.

خو په یو شمېر ولایتونو کې مدني فعالان او ترڅنګ یې بې وزله وایي چې وچه ډوډۍ پرمستحقو نه ویشل کیږي.

خوست کې زموږ همکار بختاجان بختیار په همدې موضوع راپور برابر کړی………..

دا د هغو بې وزلو او په ښار کې د لاسي کراچۍ چلوونکو لاریون دی، چې وایي وچه ډوډۍ د بې وزلو پرځای نا مستحقو ته ورکول کېږي.

څو تنو بې وزلو کلید ته وویل هڅه یې وکړه، چې د وچې ډوډۍ کارډونه جوړکړې، خو وایي هیڅوک یې غږ نه اوري.

((خانان یې اخلي او موږ غریبان یې پاتې یو))

((موږ ولا په ګاډۍ باندې لس شل روپۍ ګټو، خو څپلیو والا چې ښه دوکان لري هغوی ته ورکول کېږي او موږ ترې پاتې یو، دا خو غریبو لپاره مرسته ده نه د شتمنو لپاره))

خوست کې یو تن قومي مشر جمال تڼی هم د بې وزلو غږ حق بولي او پدې برخه کې پړه د خوست پرښاروالۍ وراچوي.

((د خلکو شکایت په حق جانب دی، ماته چې څوک راشي، چې ښکلی پوزیشن یې وي ‎یو ډول چلند ورسره کوم او کوم چې مظلوم وي هغه سره بل ډول چلند کوم، زه خپله ښاروالۍ په دې برخه کې پړه ګڼم))

یو بل ځوان فاروق جان وایي، د بې وزلو او مستحقو لېستونه دې په دقیق ډول جوړ شي، څو بې وزلو ته خپل حق ورسیږي.

((په دقیق ډول دې یوه سروې وشي، هغو کسانو ته دا ډوډۍ ووېشي چې رښتیا هم اړمن وي او همدارنګه هغه وکیلان چې دې موضوع کې ښکېل وي باید ورته پام وکړي))

په ورته مهال خوست سرپرست ښاروال دلاور نوري هم مني چې په لومړیو کې ستونزه موجوده وه، خو وایي یاد لیستونه یې د متنفیذینو، ګذر وکیلانو او دیني علماوو په واسطه برابرکړې، که چیرې څوک معلوم شو، چې د بې وزله پرځای یي مالداره معرفي کړي، دوی به یې څارنوالۍ ته معرفي کړي.

((اول کې خو ستونزه وه ، خواوس داسې میکانیزم رامنځته شوی، که هر څوک یو شتمنه کورنۍ دې کې ولیکي نو هغه به څارنوالۍ ته معارفي شي او همدارنګه که چېرې یوه لېست لیکونکي یوه غریبه کورنۍ پرېښي وي بیا به هم حساب ورکوي))

د وچې ډوډۍ د وېش پروګرام د افغان دولت له لورې وروسته له هغې پیل شو، چې د کرونا وېروس او قرنطین له کبله ډېری خلک بې کاره او لاس مزدوري کوونکي او نور بې وزله له سختو ستونزو سره مخ شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA