د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قطر پلازمینې دوحې ته تللی او هلته به د طالبانو له مرکچي پلاوي سره له نږدې وګوي او تر خبرو وروسته به کابل ته راستون شي او دلته به د افغان حکومت له مشرانو سره د سولې پروسې د ورستیو پرمختګونو او بین الافغاني خبرو پیل او مهال ویش باندې خبرې ولري.
له دې وړاندې هم زلمي خلیلزاد د افغان سولې لپاره د سیمې هېوادونو ته په سفر راوتلای وی، چې د طالب چارواکو سربېره یې، پاکستان، هند او د قطر چارواکو سره وکتل او د سولې پروسې راتلونکو پرمختګونو په اړه خبرې او په دې برخه کې د سیمې هېوادونو په رول ټینګار وکړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ