د راپورونو له مخې پرون شپه د پاکستان بلوچستان کې د سړک غاړې ماین چاودنې او ډزو له کبله پنځه تنه وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی.
د پاکستان پوځي چارواکو په خبره تېره شپه پوځیان یې په ګزمه وتلي و، چې بېرته د راتګ پر مهال پرې ماین چاودنه کوي او له کبله یې د یو پوځي افسر په ګډون پنځه پاکستاني سرتیري او یو عام شخص وژل کېږي.
ددې چاودنې مسولیت پاکستان کې د بلوڅ ازادۍ غوښتنوکو په غاړه اخیستی.
باید یاده شي چې وخت نا وخت پر پاکستان پلیسو د سړک غاړې مایونونه چاودنه کوي چې له کبله یې ګڼو پولیس ته مرګ ژوبله اوړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ