افغان کرکټ بورډ وایي، بلخ کې د کرکټ هغه لوبغالي چې کابو ۴زره نندارچیانو ظرفیت به ولري د جوړېدو چارې پیل شوې.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خبره ددغه لوبغالي د جوړېدو مالی لګښت هندستان هېواد په غاړه اخیستی او د هغوی لخوا ورکول کېږي.
هوتک زیاتوي چې ددې لوبغالي سره به په بلخ کې د کرکټ ځوانو لوبغاړو ته د لوبیدو ښه فرصت برابر شي او په تمریناتو کې ورسره دا لوبغالی کافي مرسته کولای شي.
ویل کېږي ددې لوبغالي په جوړېدو به کابو یو نیم کال وخت ولګیږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ