ads

د کورونا روغتون لپاره طبې توکي تر تسلمې وړاندې خراب شوي

مدني فعال عبدالقهار همتیار له کلید سره په خبرو کې وویل، د کورونا سل بستریز روغتون لپاره داسې طبي توکي او چپرکټونه اخیستل شوي، چې هېڅ د ګټې اخېستنې وړ نه دي. هغه غوښتنه کوي، چې د کورونا لپاره ځانګړې شوې بودیجه باید په شفاف ډول ولګول شي او داسي څه لکه چې اوس لیدل […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
29 غویی 1399
د کورونا روغتون لپاره طبې توکي تر تسلمې وړاندې خراب شوي

مدني فعال عبدالقهار همتیار له کلید سره په خبرو کې وویل، د کورونا سل بستریز روغتون لپاره داسې طبي توکي او چپرکټونه اخیستل شوي، چې هېڅ د ګټې اخېستنې وړ نه دي.
هغه غوښتنه کوي، چې د کورونا لپاره ځانګړې شوې بودیجه باید په شفاف ډول ولګول شي او داسي څه لکه چې اوس لیدل کیږې پکي ترسره نشي.
د ولایتي شورا غړي او ځيني نور کسان هم د وروستیو طبي توکي له پېر څخه شکایت لري او وايې د خورا ټیټ کیفیت څيزونه اخېستل شوي دي.
دوی څرګندوي، دا څه اولس ته ځکه د منلو وړ نه دي چې توکي په لږه موده کې بېرته له منځه ځي او څه ډول چې اړتیا ده هم هغه ډول کار نه ورڅخه اخېستل کیږې.
د کورونا لپاره د ځانګړې شوې بودیجې د لګښتونو د نظارت کمېټي غړي عبیدالله سرروضوال کلید ته وویل، د نېږدي ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د چپرکټونو په ګډون ځيني طبي مواد د سل بستریز روغتون لپاره اخیستل شوي دي.
نوموړی وايي، یاد توکي تر دې حده بې کیفیته وو چې روغتون ته تر رسېدو وړاندې خراب او د له منځه تلو په حال کې دي.
د پکتیکا عامې روغتیا رییس ډاکتر اسدالله رسولي هم مني چې د روغتون لپاره د چپرکټونو په ګډون ځیني نور اخېستل شوي توکي د ټیټ کیفیت وو.
هغه څرګندوی دوی یاد توکي له قراردادي څخه نه دي تسلیم کړي او تر څو يې چې په سم او باکیفیته ډول جوړ نکړي، بیا يې هم ترې نه تسلمیوي.
یاده دي وي چې تر دې وړاندې هم د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه د ځانګړې شوې بودیجي د لګښتونه په اړه خلکو شکایتونه کړي او اندېښنه يې ښودلې چې په یادو پیسو کې فساد شتون لري، خو دا څه ولایتي مسولینو بې اساسه بللي او د شفافیت ډاډ يې څرګند کړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA