په جلال اباد ښار کې له څو ورځو راهیسې د ښاروالۍ او نورو امنیتي ارګانو له لوري د ښاري نظم په موخه کمپاین پیل شوی.
د ښاروالۍ مسولین وایي، د دغه کمپاین پر مهال به په ښار کې له غير قانوني ځايونو څخه غرفې، تختونه او کراچۍ لېرې شي.
د جلال اباد ښاروالۍ ویاند حامد غورځنګ کلید ته وویل، د کمپاین د پیلېدو موخه یې د ښار واټونه او پلې لارې له کراچۍ چلوونکو او نورو لاسي پلورونکو پاکول او د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوی دی.
غورځنګ زیاته کړه: «د ښار په داخل کې مو د ټولو کراچۍ چلوونکو او نورو پلورونکو لپاره ځانګړي ځایونه مشخص کړي؛ خو دوی هغو ځایونو ته نه ځي چې له امله یې ښاري بې نظمي او ګڼه ګوڼه رامنځته شوې ده.»
په همدې حال کې کراچۍ چلوونکي او لاسي پلورونکي پر پیل شوي کمپاین خوښ نه دي او شکایت کوي چې له یوې خوا کورونا له امله اقتصادي ستونزې او د داشان کمپاینونو پیلېدل هغه څه دي چې له امله به یې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن رامنځته شي.
کراچۍ چلوونکي له ښاروالۍ غوښتنه کوي چې دوی ته د ښار په هغو ساحو کې ځایونه مشخص شي چې د خلکو لاسرسی ورته ډېر وي.
بل لور ته مدني فعالان هم د ښاروالۍ او نورو امنیتي ارګانونو له لوري په جلال اباد ښار کې د ښاري نظم په موخه پر پیل شوي کمپاین خوښ دي؛ خو غوښتنه کوي چې دا ډول کمپاینونه دي له اختر وروسته ترسره کړای شي.
جلال اباد ښار کې داسې مهال د ښاري نظم په موخه کمپاین پیل شوی چې د هېواد پر نورو ولایتونو سربیره په دغه ولایت کې هم د کورونا پر ویروس د اخته کسانو شمېر ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دی.
خلک اندېښنه لري، که په ښار کې ګوڼه ګوڼه کمه نشي، پر کورونا د زیاتو خلکو د اخته ویره شته.


