د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر دې دمه یو میلیون، ۴۶۷ زره او ۸۲۰ کسان پر کورونا اخته شوي او تر ۸۸ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له څلور نیم میلیونه اوښتی او ۳۱۱ زره ۷۳۹ تنه تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
د ایټالیا روغتیایي چارواکي وایي، د دغه وېروس له کبله هلته د مړو شمېر ۳۱ زره او ۷۶۳ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په بریټانیا کې ۳۴۳ زره ۵۴۶ ، په هسپانیا کې ۲۷ زره ۵۶۳، په فرانسه کې ۲۷ زره او ۵۳۲، په بلجیم کې ۹۰۰۵، په جرمني کې ۷۹۳۸، په ایران کې ۶۹۳۷ او په پاکستان کې ۸۳۴ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په تر ۲۰۰ ډېرو هېوادونو کې زرګونه کسان وژلي دي.