ads

امرالله صالح: په ننګرهار کې د شوي ځانمرګي برید جدي څېړنه کېږي

د جمهور رییس غني لومړی مرستیال امرالله صالح یک شنبه ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د جنازې پر مراسمو د وروستي ځانمرګي برید پر مهال چې له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته د قربانیانو له کورنیو سره د غمرازۍ ترڅنګ د دې پېښې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
28 غویی 1399
امرالله صالح: په ننګرهار کې د شوي ځانمرګي برید جدي څېړنه کېږي

د جمهور رییس غني لومړی مرستیال امرالله صالح یک شنبه ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د جنازې پر مراسمو د وروستي ځانمرګي برید پر مهال چې له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته د قربانیانو له کورنیو سره د غمرازۍ ترڅنګ د دې پېښې د جدي څيړنې خبره وکړه.
هغه په خپلو خبرو کې د دې پيښې عاملین وسله وال طالبان یاد کړل او زیاته یې کړه، چې دوی به هیڅکله پرینږدي چې وسله وال طالبان قدرت ته ترلاسه کړي: «مونږ اوتاسې دښمن ګډ دی چې هغه ترهګرې ډلي دي دوی هر وخت عام خلک وژلي او بیا وایي چې دې عامو وګړو په وژنه کې د دوی لاس نشته داعش دي او نور خو مونږپوهیږو چې دا کار وسله والو طالبانو کړی»
لومړي مرستیال امرالله صالح غه راز وویل، په کوز کونړ ولسوالۍ کې پر جنازه شوی برید به په جدي ډول وڅیړي او عاملین به یې قانون منګولو ته وسپاري.
خو له خلکو یې دپيښې د څيړنې لپاره د وخت غوښتنه وکړه.
«پوښتنه هم دا ده چې څنګه دومره وسله وال جنازې ته داخل شوي زیاتره خلک په ډزو وژل شوي مونږ ټول جزیات له تاسې سره شریکو خو تاسې حکومت ته وخت ورکړئ»
که څه هم وسله وال طالبان په دې بيښه کې لاس لرل ردوي خو حکومت یې دوی پړه بولي.
صالح په یاده پيښه کې د وژل شویو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې دوی ته به د افغان امنیتي ځواکونو په څير د حکومت له لوري امتیازات ورکړي.
«مونږ دغه شهیدان د افغ ان امنیتي ځواکونو په څیر بولو او ټول هغه امتیازونه چې افغان ځواکونو ته ورکوو دوی ته به یې هم ورکړو»
خو په ورته مهال د ننګرهار کوز کونړ ولسوالۍ کې د وروستۍ پيښې د قربانیانو کورنۍ له حکومته غوښټنه کوي چې پیښه په جدي ډول وڅيړې او وروستي جزیات دې له دوی سره شریک کړي.
«مونږ له حکومت غوښتنه کوو چې یادې پېښې عاملین دې ونیسي او رسوا دي کړي.»
د نظر خاوندان بیا د حکومت په دا ډول څرګندو نیوکه لري او وایي له دې وړاندې د لسګونه دا ډول خونړیو پيښو د څيړلو خبره کړې خو معلومات یې بیا له ولس سره نه دي شریک کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA