د راپورونو پر بنست د امریکا د کانګرس یوې غړې افغانستان کې د امریکا په پوځي او استخباراتي حضور ټینګار کړی دی او ویلي دي دا کار باید ددې لپاره وشي چې افغانستان کې القاعده او داعش ډلې د حملو لپاره مرکزونه ترلاسه نه کړي.
د امریکا د کانګرس د پوځي چارو کمېټې غړې لېز چېني وایي له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستل به جګړه ختمه نه کړي.
د کانګریس دغې غړې ویلي، افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتیدل د اندېښنې وړ دي حال دا چې افغان حکومت او طالبان،
خبرو کولو کې تر اوس ناکامه دي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا له طالبانو سره د شوې هوکړې له مخې خپل ځواکونه د اوړي تر پای ته رسېدو پورې خپلو ځواکونو شمېر راکموي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ