ads

ارزګان کې د وسله والو طالبانو یو شمېر کورنۍ د حکومت لخوا وچه ډوډۍ ترلاسه کوي

ارزګان کې د نورو ولایتونو په څېر د حکومت له لورې د وچې ډوډۍ وېش پیل شوی دی چې د طالبانو یو شمېر کورنۍهم ترې برخمنې دي

احسان الله ولسمل
27 غویی 1399
ارزګان کې د وسله والو طالبانو یو شمېر کورنۍ د حکومت لخوا وچه ډوډۍ ترلاسه کوي

ارزګان کې د وسله والو طالبانو یو شمېر کورنۍ هم د افغان حکومت له لورې وچه ډوډۍ ترلاسه کوي.

دغه کورنۍ چې یو شمېر غړي یې د وسله والو طالبانو په لیکو کې په جګړه بوخت دي د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه کوي.

دحکومت له لورې د هېواد په ډېرو برخو کې اړمنو او غريبو کورنيو ته په وړيا توګه د وچې ډوډۍ د وېش پروسه پیل شوې ده.

ارزګان کې هم دغه لړۍ له تېرو څو ورځو راپدې خوا پیل شوې او همدارنګه هغو خلکو ته هم وچه ډوډۍ ورکول کېږي چې د کورنۍ غړی يې د وسله والو طالبانو په ليکو کې فعاليت لرې.

حکمت الله چې د مرکز ترينکوټ اړوند د وسله والو طالبانو ترکنټرول لاندې خرما سيمې اوسېدونکي دی، وايي هر ورځ له لسګونه نورو ملګرو سره يو ځای ترينکوټ ښار ته د وچې ډوډۍ د ترلاسه کولو په هدف ځي او خپلې کورنۍ ته وچه ډوډۍ راوړي.

هغه د حکومت له لورې په دې کار سره چې دوی ته يې وچه ډوډۍ ورکړې زيات خوښ ښکاري او زياته وي چې د وچې ډوډۍ ترڅنګ د حکومت له لورې په نورو برخو کې هم ورسره مرسته شوې.

حکمت الله چې د کورنۍ یو غړی یې د وسله والو طالبانو په ليکو کې فعاليت لري له دې ډلې غوښتنه کوي چې نور دې جګړه بس کړي.

((زما نوم حکمت الله دی د خرما اوسېدونکی یم، کوم وخت چې حکومت ډوډۍ وېش پیل کړی زه ورته راځم او ډوډۍ ترې وړم که څه هم باوري نه وم چې راسره به مرسته وکړي، له نورو ملګرو سره یوځای راځم، خوشحاله یم چې حکومت موږ سره مرسته کوي))

دارزګان والي محمد شفيق اسدالله سعيد وايې د حکومت له لورې د کرونا په برخه د هغو مرستو څخه چې د عامو خلکو سره ترسره کيږي د وسله والو طالبانو تر واک لاندي سيمو خلک به هم برخمن وي.

دارزګان والي محمد شفيق اسدلله سعيد  وايي تازه چې د حکومت له لورې د وچې ډوډۍ د ويشلو لړۍ پیل شوې نو دا پروسه یې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې سيمو کې مېشت خلکو ته وچه ډوډۍ ورکوي.

والي وايي ټول خلک ورته يو ډول ارزښت لري هغه که د طالبانو په سيمه کې وي که د دولت.

((هغه که د طالب په ساحه کې دي که د دولت په ساحه کې دا ټول افغان ملت دی دا زموږ ولسونه دي او موږ کوشش کوو چې مرسته ور ورسوو، تاسې به لیدلي وي چې غنم موږ وېشلي دي د طالبانو په ولکه کې مو هم خلکو ته مرسته وېشلې ده.))

په ورته مهال ارزګان کې مدني فعالان بیا د حکومت له لور د وسله والو طالبانو په سيمو کې عامو خلکو ته د مرستو له رسولو څخه د هرکلي ترڅنګ له طالبانو غواړي چې د حکومت په شان پر ولس رحم وکړي اوتاوتريخوالي دې کم او اوربند دي وکړي.

په دغه ولايت کې د انصار مدني ټولنې مشر فقيرمحمد ستوری وايي د وسله والو طالبانو مرسته به له عامو خلکو سره دا وي چې یوازې جګړه بس ودروي.

((مساوي ډول باندې خپل حقوق ورسي دا هغه پیرزوینه ده چې جمهور رییس کړې ده، غوښتنه مې داده چې دولت ستاسې له کورنۍ سره دومره همکاري کړې ده تاسې د دولت پر وړاندې اوربند ته غاړه کېږدی او جګړه بس کړی))

دارزګان اوسېدونکي: طالبان باید اوربند ته غاړه کېږدي

 

داپه داسې حال کې ده چې دامهال د کرونا وېروس له کبله د افغان حکومت له لورې د عامو خلکو سره د نورو مرستو د ترسره کېدو ترڅنګ د هېواد  په ۳۴ ولايتونو کې د وچې ډوډۍ د وېش لړۍ پیل شوې ده چې پرمهال يې په زيات شمېر کورنۍ د وچې ډوډۍ د ترلاسه کولو څخه برخمنې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA