د راپورونو له مخې پاکستان کرکټ بورډ د اقتصادي ستونزو له کبله د یو شمېر تېزو توپ اچوونکو قراردادونه ځنډولي او پر دغو لوبغاړو یې تنخواګاني هم بندې کړې دي.
په دغو لوبغاړو کې د پاکستان تېز توپ اچوونکی وهاب ریاض، محمد عامر او حسن علي شامل دي، چې تر اوسه یې قرادادونه نه دي لاسلیک کړي دي.
له دې سره خوا کې د پاکستان لوبډلې لپاره پخوانی لوبډلمشر سرفراز احمد هم له لومړۍ درجې قراداد څخه راښکته کړی دی او په مقابل کې یې شاهین افریدي او ازهر علي یې لومړۍ درجې لوبغاړو په لیسټ کې شامل کړي دي.
پاکستان کرکټ بورډ وایې د کرونا له کبله له اقتصادي بحران سره مخ دی نو په دې اساس یې د یادو لوبغاړو قرادادونه لغوه کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ