ads

ایران کې ۴۸او پاکستان ۳۳تنه د کرونا له کبله مړه شوي

د راپورونو له مخې په ایران او پاکستان کې په ۲۴ساعتونو کې د کرونا له کبله ۸۱کسان مړه شوي دي، چې له ډلې یې ۴۸په ایران کې او ۳۳ یې په پاکستان کې مړه شوي دي.  د پاکستان د عامې روغتیا چارواکو په خبره په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۱۴۳۰تنه د کرونا وبا باندې تازه اخته […]

نویسنده: shams
26 غویی 1399
ایران کې ۴۸او پاکستان ۳۳تنه د کرونا له کبله مړه شوي

د راپورونو له مخې په ایران او پاکستان کې په ۲۴ساعتونو کې د کرونا له کبله ۸۱کسان مړه شوي دي، چې له ډلې یې ۴۸په ایران کې او ۳۳ یې په پاکستان کې مړه شوي دي.

 د پاکستان د عامې روغتیا چارواکو په خبره په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۱۴۳۰تنه د کرونا وبا باندې تازه اخته شوي دي او له دې وېروس څخه ۱۰۱۵۵کسان بېرته روغ شوي دي.

پاکستان کې تر دامهاله په دې وېروس داخته کسانو شمېر له ۳۷زرو څخه اوښتی او تر دامهاله ترې ۸۰۳تنه مړه شوي دي.

بلور ته د ایران روغتیایي چارواکي خبر ورکوي چې تر دې مه ایران د کرونا له کبله ۶۹۰۲تنه قرباني شوي دي ۱۱۶زره او ۶۳۵تنه پرې اخته شوي دي.

په ټوله نړۍ کې په دې وېروس د اخته کسانو شمېر۴،۴۴میلیونو ته رسېږي او ۳۰۲زره تنه  ددې وېروس له کبله مړه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA