ads

پکتیکا اوسېدونکي: حکومت دې د بیارغونې په برخه کې موږ ته پاملرنه وکړي

د پکتیکا ولایت ځايې اوسېدونکي وايې د روان کال له پیله تر دې دمه په دې ولایت کې د هېڅ یوې لويې یا کوچنۍ پروژه  نه پرانیستل شوې او نه يې هم چاري پیل شوې دي. دوی څرګندوي په تېر کال کې هم دې ولایت ته کومه ځانګړي پاملرنه  نه ده شوې او داسي څه […]

نویسنده: shams
26 غویی 1399
پکتیکا اوسېدونکي: حکومت دې د بیارغونې په برخه کې موږ ته پاملرنه وکړي

د پکتیکا ولایت ځايې اوسېدونکي وايې د روان کال له پیله تر دې دمه په دې ولایت کې د هېڅ یوې لويې یا کوچنۍ پروژه  نه پرانیستل شوې او نه يې هم چاري پیل شوې دي.

دوی څرګندوي په تېر کال کې هم دې ولایت ته کومه ځانګړي پاملرنه  نه ده شوې او داسي څه پکي نه دې ترسره شوي چې د اوږدمهال لپاره يې خلکو ته ګټه ورسیږې.

ولایتي مسولین بیا وايې کورونا وېروس د نورو ډېرو برخو تر څنګ دا برخه هم اغېزمنه کړې خو بیا به هم په نږدې راتلونکې کې د یو شمېر لویو او ډېرو کوچنیو پروژو چارې پیل شي.

غلام جېلانې او مراد خان کلید سره په خبرو کې وویل د روان مالي کال له پیله تر دې دمه په پکتیکا کې د هېڅ یوې لويې یا کوچنۍ پروژې پرانېسته نه ده شوې او نه يې هم د جوړولو کارونه پیل شوي دي.

دوی څرګندوي په تېر کال کې هم په دې ولایت کې په داسې یوې پروژې کار نه دی شوی چې د اوږدمهال لپاره يې خلکو ته ګټه ورسوي.

((پکتیکا کې په ۲۰۲۰کال کې خو هېڅ پراختیایي پروژه نه ده پرانیستل شوې او نه هم یې د بنسټ ډبره کېښودل شوې وي تېر کال کې هم داسې څه زه نه وینم او نه هم رسنیو کې مو داسې څه خبرونه اورېدلي دي))

((په روان کال کې په پکتیکا کې نه وړه او نه هم غټه پروژه د بنسټ ډبره کېښودل شوې او بې کاره خلکو ته د کار زمینه برابره کړې چې داسې څه نشته))

د مټاخان ولسوالۍ اوسیدونکی عتیق الله وايې مرکزي حکومت پکتیکا ته په هیڅ یوه برخه کې هم د ولایت ونډه نه ده ورکړې.

هغه وویل په نورو ټولو ولایتونو کې هره ورځ د رغنیزو او پراختیايې پروژو کارونه پیل یا ګټې اخېستنې ته سپارل کیږې، خو دلته هیڅ هم نشته.

(( که څه هم داډول پراختیایي پروژو سره بې روزګاره خلکو ته د کار زمینه برابریږي خو نه پوهېږم چې مرکزي حکومت ولې پکتیکا له پامه غورځولې ده فکر کوم مرکزي حکومت نورو ولایتونو ته پاملرنه کړې ده.))

د پکتیکا یو مدنې فعال خلیل الله هم واېې په بیارغونې سربیره باید دلته د سړکونو په جوړولو کار وشي،ځکه چې د دې سیمي خلک د لویو لارو د خرابوالي له امله له ډيرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

((جدي پاملرنه ورته وشي ځکه دلته ډېر غریب خلک دي بکلې تعمراتي او سړکونو جوړولو ته دې هم پام وشي))

خو د پکتیکا مرستیال والي انجنیر شېرپادشاه ارګوني له کلید سره په  خبرو کې وویل کورونا وایروس د دولتي ادارو او موسیساتو ټولي چاري ټکنۍ کړې دي.

نوموړی څرګندوي له دې سره سره چې حکومت له کورونا سره په پیچلي مبارزه بوخت دی، خو په نږدي وخت کې به د ګڼو رغنیزو او پراختیايې پروژو کارونه هم پیل شي.

((نږدې راتلونکو کې به پروژې ولرو، په راتلونکو کې به یې کارونه پیل شي، د انکشاف دهات په چوکاټ کې ډېرې پروژې لرو، سړکونو جوړول، کاریزونو جوړول او سربندونو او همدارنګه د ۲۲۰کیلوواټه برېښنا د لاین تمدید او د هغه سبټیشن قراداد او همدارنګه زموږ ستاسې د معارف پوروژې دي د جوماتونو پروژې دي او عملي بڼه به غوره کړي))

یاده دې وي چې پکتیکا کې د پلتو او زامې د لویو بندونو د جوړېدو تر څنګ د برېښنا غځولو او جانې خېلو د تېلو د استخراج ژمنې له تېرو څو کلونو راهیسې د وخت د چارواکو له لوري په تکراري ډول کیږې ، خو عملي څه تر اوسه نه دي شوي .

راپور خیرالدین ذکي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA