ads

ننګرهار کې دیني عالمانو د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه وکړه

دوی د یو خبري کنفرانس پر مهال له ښکېلو خواو وغوښتل چې د روژې د میاشتې په درناوي دې اوربند وکړي او نوره دې جګړه ودروي. ننګرهار کې یو شمېر مدني فعالانو د یو خبري کنفرانس پر مهال د جګړې پر ښکیلو خواو غږ وکړ چې، چې په جګړه کې دې دملکي وګړو خوندیتوب ته […]

نویسنده: shams
26 غویی 1399
ننګرهار کې دیني عالمانو د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه وکړه

دوی د یو خبري کنفرانس پر مهال له ښکېلو خواو وغوښتل چې د روژې د میاشتې په درناوي دې اوربند وکړي او نوره دې جګړه ودروي.
ننګرهار کې یو شمېر مدني فعالانو د یو خبري کنفرانس پر مهال د جګړې پر ښکیلو خواو غږ وکړ چې، چې په جګړه کې دې دملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي.
دوی داسې مهال دا غوښتنه کوي چې له تیرو څو ورځو راهیسې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د دولت د وسله والو مخالفینو په بریدونو کې لسګونه عامو افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته.
دیني عالمانو په ننګرهار، کابل او پکتیا کې وروستي بریدونه وغندل او د جګړي د بندېدو غوښتنه یې وکړه.
(( زه په ټولو ډلو غږ کوم، چې د خدای او رسول په خاطر او د روژې میاشتې په درناوي راشئ چې وروري سره وکړو، یو بل باندې رحم وکړو، په الله قسم چې له دې دښمنۍ څه نه جوړیږي او یو پر بل باید رحم وکړو له وینې توېدو څخه څه نه جوړیږي))
((موږ په ټول علماء کرام ددې خبرې اتفاق کو، چې دا یو بد عمل دی او دا ورور وژنه حرامه ده او همدارنګه چې کابل کې په یوه شفاخان کې بې ګناه سرتورې او ماشومان چې الله پرې حق نشته شهیدان کړل، موږ په جرائت سره دا خبره کوو چې دا د شرعت خلاف عمل دی))

دوی په هیواد کې د جګړې دوام اندیښمنونکی وباله او له ګاونډیو هیوادونو یې وغوښتل چې نور دې د جګړې د تودولو پر ځای د سولې خبرو دبریالیتوب لپاره په ریښتینې ډول له افغان حکومت سره همکاري وکړي.
((په دې ټوله نړۍ خبره شوه، زما په سوونو ځوانان شهیدان شول دلته د بشر حقونه چېرته دي، موږ خواص کوو ټولو افغانانو ته چې جنګ بس کړي او خبرو ته غاړه کېږدي))
((او زموږ په خوږ افغانستان بلخصوص ننګرهار کې د نورو پردیو لپاره دلته اجنټانو کارونه شروع کړي دي نور بس کړې او خدای مه کړه بل ناورین رامنځته نه شي))

په همدې حال کې جمهور رییس محمد اشرف غني افغان ځواکونو ته امر وکړ چې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې له دفاعي حالت ووځي او یرغلیز حالت غوره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA