افغان امنیتي چاوراکي وايي تېره شپه د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او افغان سرتيرو په مخامخ جګړه کې ۲۱ وسله وال طالبان او ۹ افغان سرتيري وژل شوي دي.
د ارزګان د والي وياند زړګی عبادي وايي تېره شپه د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د افغان سرتيرو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې له کبله ۲۱وسله وال طالبان او ۹ افغان سرتیري ووژل شول
((دشپې شاوخوا دولس بجې وسله وال مخالفینو د ارزګان ولایت دهراوود ولسوالۍ د چیتو په کمپ باندې ډلیز بریدونه پیل کړې وه، دې جګړې تر ۳بجو پورې دوام وکړ چې افغان ځواکونه بریالي شول او په پایله کې ۲۱وسله وال طالبان ووژل او اته تنه نور مخالفین ټپیان شوي دي همدارنګه افغان ځواکونو ته هم مژګ ژوبله اوښتې چې ۹تنه شهیدان شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي))
نوموړی همداراز زياته وي چې ددغه ولايت په مرکز ترينکوټ کې بیا د هوايي بريدونو پرمهال د وسله والو طالبانو پتنځايونه له منځته تللي او پرمهال يې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه وايي په يادو بريدونو کې د وسله والو طالبانو يو شمير نورمهمات هم لمنځه وړل شوي دي.
((تېره شپه د ارزګان مرکز ترینکوټ ختیځ لور ته اې ۲۹دطیارې د انداښت له کبله د طالبانو یوه کرارګاه او یوشمېرمهمات له منځه وړل شوې ده او درې تنه وسله وال مخالفین په کې وژل شوي دي))
وسله والو طالبانو تردامهاله په دي اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

