ads

سویډن کمېټې په پکتیکا کې خپل ښوونځي پرانیستل

د پکتیکا لپاره د سویډن کمېټي د عامه اړیکو مسول ثمرګل سمسور له کلید سره په خبرو کې وویل، د پوهنې وزارت په لارښوونه يې په دغه ولایت کې خپل ښوونځي او سیمه‌ییز ټولګي پرانیستي دي. نوموړی څرګندوي، د ۷۰۰ په شاوخوا هلکان او نجونې به و کولای شي د قرنطین په جریان کې زده […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
25 غویی 1399
سویډن کمېټې په پکتیکا کې خپل ښوونځي پرانیستل

د پکتیکا لپاره د سویډن کمېټي د عامه اړیکو مسول ثمرګل سمسور له کلید سره په خبرو کې وویل، د پوهنې وزارت په لارښوونه يې په دغه ولایت کې خپل ښوونځي او سیمه‌ییز ټولګي پرانیستي دي.
نوموړی څرګندوي، د ۷۰۰ په شاوخوا هلکان او نجونې به و کولای شي د قرنطین په جریان کې زده کړې وکړي، خو په وینا يې د ښوونکو او زده کوونکو لپاره يې د کورونا د مخنیوي په هدف ټول اړین تدابیر چمتو کړي دي.
زده کوونکي هم خوښ دي چې له اوږد انتظار وروسته يې درسونه پیل شول.
دوی وايې، ډېري ورځې يې په کور کې بې زده کړې تېرې کړې او اوس به له خپلو نورو ټولګیوالو سره بېرته په منظم ډول زده کړو ته دوام ورکړي.
هغوی وویل، ښوونکو ورته سپارښتنه کړې چې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره د ټولو تدابیرو په پام کې نیولو سره به درس ته راځي.
د پکتیکا پوهنې رییس محراب الدین شفق کلید ته وویل، د کورونا ویروس پېښې ورځ تر بلي ډېرېږي او که وضعیت همدا ډول دوام پیدا کړي، ښایي د ښوونیز کال تر وروستیو هم عادي حالت ته را ونه ګرځي.
هغه څرګندوي، پوهنې وزارت سویډن کمېټې ته د تدریسي بهیر د پیل اجازه ورکړې او پلان لري چې په نېږدي راتلونکې کې د یونیسف او خپله د پوهنې ریاست په چوکاټ کې د سواد زده کړې کورسونه هم پیل کړي.
یاده دي وي چې په افغانستان کې د کورونا ویروس د خپرېدو له وېرې پوهنې وزارت تر دې دمه ښوونځیو ته د خلاصون اجازه نه ده ورکړي، خو اټکل دا دی چې ښايي راتلونکې میاشت کې د یو شمېر ځانګړو تدابیرو په پام کې نیولو سره ښوونیز بهیر پيل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA