ads

په امریکا کې د کورونا ویروس د قربانیانو شمېر تر ۸۲ زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر دې دمه یو میلیون، ۳۶۹ زره او ۴۸۴ کسان پر کورونا اخته شوي او تر ۸۲ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 غویی 1399
په امریکا کې د کورونا ویروس د قربانیانو شمېر تر ۸۲ زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر دې دمه یو میلیون، ۳۶۹ زره او ۴۸۴ کسان پر کورونا اخته شوي او تر ۸۲ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له څلور میلیونه اوښتی او ۲۹۱ زره ۹۶۱ تنه تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
د ایټالیا روغتیایي چارواکي وایي، د دغه وېروس له کبله هلته د مړو شمېر ۳۰ زره او ۹۱۱ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په بریټانیا کې ۳۲ زره ۷۶۹ ، په هسپانیا کې ۲۶ زره ۹۲۰، په فرانسه کې ۲۶ زره او ۹۹۴، په بلجیم کې ۸۷۶۱، په جرمني کې ۷۷۳۸، په ایران کې ۶۷۳۳ او په پاکستان کې ۷۳۷ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په تر ۲۰۰ ډېرو هېوادونو کې زرګونه کسان وژلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA