ads

کندهار کې ډاکټران له کرونا سره په مبارزه کې وېره نلري

د کندهار په عینومېنه کي د کرونا ناروغانو لپاره یو ۳۵۰ بستریز روغتون اماده شوی چې په کې دا مهال ۳۴ د کرونا ناروغان بستر دي دي. دغه ناروغانو کې ښځې او نارینه شامل دي چې د درملنې لپاره يې د نارینه ډاکټرانو ترڅنګ ښځينه ډاکټراني هم ګمارل شوي مریم شریفي هغه ښځينه ډاکټره ده […]

نویسنده: shams
23 غویی 1399
کندهار کې ډاکټران له کرونا سره په مبارزه کې وېره نلري

د کندهار په عینومېنه کي د کرونا ناروغانو لپاره یو ۳۵۰ بستریز روغتون اماده شوی چې په کې دا مهال ۳۴ د کرونا ناروغان بستر دي دي.

دغه ناروغانو کې ښځې او نارینه شامل دي چې د درملنې لپاره يې د نارینه ډاکټرانو ترڅنګ ښځينه ډاکټراني هم ګمارل شوي مریم شریفي هغه ښځينه ډاکټره ده چي په هرو ۲۴ ساعتونو کي ۱۲ ساعاته د کرونا ناروغانو په درملنه بوخته وي.

مریم شریفي یوه کندهارۍ روغتیا پاله ده چي په کندهار کي د تېرو لسو کلونو څخه د خلګو خدمت کوي او اوس هرو۲۴ ساعتونو کي ۱۲ ساعتونه د کرونا ناروغانو خدمت کې بوخته ده.

مریم شریفي وايي چي په همدې خاوره کي يې د حکومت په مصرف زده کړې کړې او نوموړې ویاړي چې د خپلو هېواووالو په چوپړ کې ده.

د شریفي په خبره چي نوموړې د کرونا ناروغانو د درملي پر مهال هیڅ ډول ویره نه لري او نه هم غواړي چي د خلګو د تداوي پر مهال د ویرې احساس وکړي.

هغه وايي چي کورنۍ يې په دې نده رضا چې د داسې یو خطرناکې دندې لپاره د کوره ووځي خو په خبره يې چې تر ډېره يې کورنۍ په دې راضي کړې چي دغه دندې ته ولاړه شي.

((زه د یوې ډاکټرې په صفت خپل کار ته په زورتیا سره مبارزه کوم او په دې برخه کې هېڅ وېره نه لرم، خلک موږ ته اړتیا لري، ترڅو درملنه یې وکړو))

په دغه روغتون کي یو شمېر نورې ښځینه کار کوونکي هم وايي چي په ډير ویاړ او بغیر له کوم ډار څخه راځي او د ناروغانو خدمت کوي.

(( زه افتخار کوم چې دلته دخلکو خدمت کوم، دې خطرناک ځای ته راځو او خلکو په خدمت کې یم))

کندهاري میرمنې وايی چې د همدې ښځینه ډاکټرانو په هڅو دامهال په عینو مېنې روغتون کې د ښځینه ناروغانو جسماني او روحي حالت سم دي.

دوي له ولایتي اداري غوښتنه کوي چي ددغه صحي کار کوونکي د محافظت لپاره ډېرهڅه وکړي.

((په داسې حالت کې مبارزه ډېره سخته وي، اما هغه کندهاری خوندي چې هلي ځلي کوي موږ په دوی فخر کوو ))

((ډاکټران چې ددې وېروس سره په جګړه کې بوخت دي دا رښتیا هم سخته ده خو موږ ته دوی د قدر وړ دي او ویاړ پرې کوم))

دا په داسې حال کې ده چې کرونا په کندهار کې د عامو خلکو ترڅنګ ډیری روغتیا پالان هم ځپلي دي او لاهم دا وېره شته چې که يې پر وخت د محافظت لپاره تدابیر ونه نیول شي نور روغتیاپالان به هم په کرونا ناروغۍ اخته شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA