ads

پکتیکا کې د وچې ډوډۍ د وېش پر سر ناندرۍ را پورته شوې دي

وروسته له هغه چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ولسمشر د حکم له مخې پر اړمنو خلکو د وچې ډوډۍ وېش پیل شوی، دې څه په پکتیکا کې جنجالونه را پورته کړې دي. نن د ښرنې ښار په مرکزي څلور لارې کې ګڼ شمېر خلک را غونډ شوي […]

نویسنده: shams
23 غویی 1399
پکتیکا کې د وچې ډوډۍ د وېش پر سر ناندرۍ را پورته شوې دي

وروسته له هغه چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ولسمشر د حکم له مخې پر اړمنو خلکو د وچې ډوډۍ وېش پیل شوی، دې څه په پکتیکا کې جنجالونه را پورته کړې دي.

نن د ښرنې ښار په مرکزي څلور لارې کې ګڼ شمېر خلک را غونډ شوي او وچه ډوډۍ يې د اعتراض په ډول له ځان سره راوړې ده.

دوی وايې په پیل کې ورسره د زیاتي ډوډۍ د ورکړې ژمنه شوې وه، خو اوس ډوډۍ نیمايې کمه شوې ده.

بل لور د ښاروالي ریاست مسولین وايې خلک د اویا زره ډوډيو غوښتونکي دي خو دوی پنځه دیرش زره ډوډۍ د یو وخت لپاره اړمنو ته وېشلی شي.

د ښرنې ښار په مرکزي څلور لارې کې خلکو لاریون کړی او له نانوایانو څخه را ټوله شوې وچه ډوډۍ يې د اعتراض په ډول په څلور لارې کې اېښې ده.

دوی وايې ښاروالي ریاست ته يې د اویا زره وچې ډوډۍ یو هر اړخیز نوملړ ورکړی وو او هغوی هم ورسره منلې وه چې هره ورځ به د مرکز اړوند ۳۵۰۰ کورنیو ته په دوو وختونو کې دا ډوډۍ ورکول کیږې.

لاریونوال څرګندوي اوس له یادي ډوډۍ څخه پنځه دیرش زره  ډوډۍ کمې شوې چې دوی يې د اړمنو خلکو په حق کې نا انصافي بولي.

((هغه کوم تعداد چې ورکړل شوی، هغه نه ورکول کېږي، خلک اوس خپل حق غواړي))

(نن چې خلک راغلل ۳۵زره مړۍ شوې، چې ښاروال دا ډوډۍ پټي کړي دي موږ ددې پوښتنه کوو موږ خپل حق غواړو، د غریبانو حق غواړو))

د لاریون یو شمیر نور ګډونوال تور پوري کوي چې په وچه ډوډۍ کې فساد شوی او په وینا يې ولایتي مسولین او د ښاروالي چارواکي پکي ښکیل دي.((ګوره داد یتیمانو او داد مظلومانو حق مه خوره، موږ ټول په ګډه سره دا وینا کو، والي صیب غل دی،ښاروال غل ده، ښاروال ظالم ده والي ظالم ده))

خو د پکتیکا ښاروال انجنیر عبدالکریم کټوازي له کلید سره په خبرو کې وویل خلکو د دوه وخته ډوډۍ غوښتنه کړې او دوی په طرزالعمل کې یوازي د یو وخت ډوډۍ لري.

نوموړی څرګندوي لاریونوالو ته يې د یوې اونۍ لپاره د یادي ډوډۍ په ورکړې قناعت ورکړی او ورته ویلي يي دي چې مرکزي حکومت په ټولو ولایتونو کې همدا ډول پریکړه عملي کړې ده.((۳۵۰۰کورنیو ته یعني دا برخه یې په نظر کې نه ده نیولي، نو په دې برخه کې په ټول ولایتونو کې همدا ډول ډوډۍ وېشل کېږي، سوی تفاهم رامنځته شوی و او دوه وخته ډوډۍ نه ورکول کېږي))

بل لور یو شمیر نانوایان وايې زرګونه ډوډۍ یا ورڅخه لاریونوالو وړې ، یا هم په نانوایانو کې ورسره پاتې دي او لاریونوال ورته ګواښ کوي چې که يې ووېشي له غبرګون سره به مخ شي.

دوی دا څه د ځان په حق کې ظلم بولي او وايې د ټولې میاشت په اوږدو کې هم د یادي ضایع شوې ډوډۍ جبران نشي کولای ((نن چې موږ کومه ډودۍ پخه کړې ده دا ټولې پاتې دي او دا تاوان دی که موږ ټوله میاشت ډوډۍ هم پخه کړو نو ددې تاوان به ادا نه شو کړای))

یاده دي وې چې د هېواد په ځینو نورو ښارونو کې هم اړمنو خلکو ته د وچې ډوډۍ د ورکړې پر سر جنجالونه را ولاړ شوي او په ډيری سیمو کې نیوکه دا هم کیږې چې د اړمنو کورنیو په ټاکلو کې له دقت څخه کار نه دی اخېستل شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA