د ملي امنیت شورا وایي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک نه عملي کېدو اندېښمن کړي خو ددی په خاطر چی دافغانستان حکومت ددی هوکړه لیک یو لوری نه دی نو په دې اړه مسوولیت هم نه لري.
نوموړي له طالبانو غوښتنه وکړه، هغه کسان چې ورسره په زندانو کې دي باید خوشې کړل شي تر څو د سولې پروسه کې پرمختګ رامنځته شي.
د ملي امنیت د شورا ویاند جاویدفیصل د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کی وویل، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک د عملي کېدو مسوولیت امریکا او طالبان لري.
نوموړی په ورته وخت کې طالبان تورنوي چې په یاد هوکړه لیک یې عمل نه دی کړی((هوکړه د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې ده، افغان حکومت ددې هوکړې برخه نه و، نو له دې کبله تطبیق یې هم دواړو ډلو پورې تړاو لري، داوړه په دې برخه کې مسولیت لري خو موږ هم اندېښنه لرو چې طالبانو د هوکړې باندې عمل نه دی کړی، او که عمل یې کړی وای اوس یې باید ۲۰۰افغان امنیتي او دفاعي سرتېري خوشې کړي وای، تاوتریخوالی یې باید کم کړی وای، چې داسې یې ونه کړل))
خو د حقوقي او پوځي چارو یو شمېر شنونکي وایي، افغان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړه لیک څخه د سیاسي ستونزو او کمزوري مدیریت له کبله لکه څرنګه چې لازمه وه هغسې ګټه پورته نه کړه.
د حقوقپوهانو د ټولنې مرستیال عبدالسبحان مصباح وایي، د حکومت مسوولیت د امنیت ټینګښت دی خو د مدیریت کمزوري او ځینې حقوقي محدودیتونه د دې لامل شوي چې افغان حکومت له دغه هوکړه لیک څخه ښه ګټه پورته نه کړي.(( اوسني حکومت ستر مسوولیت د امنیت راوستل دي یاد نظام ټینګښت دی د اساسي قانون په رڼا کې، دامریکې او طالبانو ترمنځ چې کومه توافق نامه لاسلیک شوه، په هغې کې افغان حکومت ته ځینې مسوولیتونه ور وسپارل شول، خو افغان حکومت ددې لپاره مدیریتي ضعف درلوده، سیاسي کړکیچونو وه او ترڅنګ یې یو سلسله حقوقي محدیتونه و دا ټول ددې مانع شول چې افغان حکومت ونه شو کړای هغه څه چې تړون کې ذکر شوي و عملي کړي))
په ورته وخت کې د پوځي چارو شنونکی کابل خان تدبیر وایي، افغان حکومت باید د هغه تړونونو او هوکړه لیکونو پربنسټ چې له امریکا سره یې لري باید له امریکا وغواړي چې طالبان د هوکړه لیک عملي کېدو او د جګړې کموالي ته اړ کړي(( دوی نه تنها په افغانستان کې په امریکایانو باندې بلکې د سیمې له هېوادونو سره د همکارۍتړونونه لري چې افغانستان یې په رسمیت پیژندلی په هغوی ټولو نه دا غوښتنه کولای شي چې طالبانو باندې خپل فیشارونه واچوي، افغانستان د امریکا ستراتیژیک پاټنر دی، له امریکا سره امنیتي تړونونه لري، په دې بنیاد افغانستان حکومت کولای شي چې مشخص کولای شي چې د امریکا مخې ته طرحه کېږي دي او شرط باید دا کېښودل شي چې تاوتریخوالی راکم شي))
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په بېلابېلو ولایتونو اوسیمو کې جګړو زور اخیستی او د جګړې د ښکېلو لورو سربېره ملکي وګړو ته یې هم دروند زیان اړولی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

